د فلسطین د ولس له روا دفاع د ایران ملاتړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139690-د_فلسطین_د_ولس_له_روا_دفاع_د_ایران_ملاتړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جهادِ اسلامي غورخنګ له عمومي منشي او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په جلاجلا ټیلیفوني تماسونو کښې، د فلسطین د وروستیو بدلونونو په هکله د خبرواترو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم مخ په زوال دی او د مقاومت جبهه د بریالیتوب د قلاګانو په فتح کولو لګیا ده.
(last modified 2023-10-09T08:31:11+00:00 )
Oct 09, 2023 12:58 Asia/Kabul
  • د فلسطین د ولس له روا دفاع د ایران ملاتړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جهادِ اسلامي غورخنګ له عمومي منشي او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په جلاجلا ټیلیفوني تماسونو کښې، د فلسطین د وروستیو بدلونونو په هکله د خبرواترو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم مخ په زوال دی او د مقاومت جبهه د بریالیتوب د قلاګانو په فتح کولو لګیا ده.

سید ابراهیم رئیسي د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ(حماس) د سیاسي دفتر له مشر سره په ټیلیفوني تماس کښې، په نیواکي ټاټوبي کښې د فلسطیني مجاهدانو د میړنیو او بریمنو عملیاتو د قدرونې په ترڅ کښې، د فلسطین د مقاومت اقتدار، عزت او ویاړ زیږونه د اسلامي امت د ویاړ لامل وبلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له عمومي منشي «زیاد نخاله» سره په ټیلیفوني تماس کښې، د فلسطین ولس ته د ایران د حکومت او خلکو د سلام او احترام وړاندې کولو او د فلسطیني مقاومت د ځواکونو او مجاهدانو د پام وړ او څرګندو بریاؤ په مبارکۍ سره وویل: دا څه چې په نیواکي ټاټوبي کښې او له غاصب صهیونیسټي رژيم سره په جګړه کښې رامینځته شول، یوه ستره او په تیرو اویا کلونو کښې بې سارې پيښه وه او تاسو په دې نوښتي او بریمنو عملیاتو سره په حقیقت کښې اسلامي امت خوشاله کړ.

د ایران د اسالمي جمهوریت دغه ټیلیفوني خبرې اترې پس له دې ترسره شوې چې د فلسطین مقامت د تیر خالي په سهار په اول ځل او د (طوفان الاقصی) عملیاتو په پیلیولو سره د صهیونیسټي رژیم خلاف عملیات پيل کړل او په نیواکي ځمکو یې زرګونه توغندي وتوغول. همداشان د فلسطیني مقاومت جنګیالي په اول ځل د غزې له سرحدي دیواله په اوړیدو سره، صهیونیسټي ښارګیو ته ورسیدل چې په ځینو سیمو کښې د ۲۴ ساعتونو له تیریدو وروسته هم نښتې روانې وې او صهیونیسټي پوځیان ونه توانیدل چې د حالاتو کنټرول ترلاسه کړي.

د فلسطیني مقاومت دغه بې سارې عملیات چې صهیونیسټي رژیم ته یې د سر او مال او هم داشان سخت سیاسي او امنیتي تاوانونه ورسول، نه یوازې یې د دغه رژیم د ماتې نه خوړنې او اقتدار افسانه رسوا کړه بلکې یوځل بیا یې د صهیونیسټي نیواکګرو په وړاندې د فلسطیني مقاومت قدرت او تاندوالی وښوده، داشان چې صهیونیسټي چارواکي او عبري او غربي رسنۍ د عملیاتو د پیل له طریقې او د صهیونیسټي رژیم د اطلاعاتي ادارو له وارخطایۍ هک حیرانې دي او دا کار یې د یاد رژیم یوه ستره اطلاعاتي او امنیتي ماتې بللې ده.

حقیقت دا دی چې له صهیونیسټي نیواکګرو سره مبارزې ته د مقاومت د ډلو قدرتمندانه او پلان شوې ستنیدنې د نښتې ټول اصول بدل کړي دي، اوس د فلسطین ځوان نسل د مقاومت له ډلو سره یوځاې، په لازیات توان او کلک هوډ سره د قدس د نیواکګرو خلاف اودریدلي دي چې دا خپله ښودنه کوي چې له صهیونیسټانو سره هر ډول جوړجاړې او اړیکه به هیڅ ګټه ونه کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، د صهیونیسټي رژیم د ترهګر او لوظ ماتوونکي ماهیت او د هغه د نیواکګرۍ د دوام او جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو د بې عملۍ په وجه، د نیواکګر رژیم په وړاندې د فلسطینیانو یوازنی انتخاب یووالی او د مقاومت دوام دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سید علي خامنه اي څو ورځې مخکښې فلسطیني ځوانان او د فلسطین د نیواک او ظلم ضده غورځنګ، نن له بل هر وخته زیات تاند او تیار وباله او ویې ویل: ان شاء ا... چې دا غورځنګ به نتیجې ته ورسیږي او لکه څنګه چې بزرګواره امام غاصب رژيم سرطان ته ورته بللی و، دغه رژيم به خپله د فلسطین د خلکو او په ټولې سیمې کښې د مقاومت د ځواکونو په لاس له مونډه ووځي.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی