د صهیونیسټ رژیم د اطلاعاتو وزیر استعفا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139872-د_صهیونیسټ_رژیم_د_اطلاعاتو_وزیر_استعفا_وکړه
خبری سرچینو د جمعې په سهار خبر ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم د اطلاعاتو وزیر ګالیت ډیسټل له خپلې دندې استعفا کړې ده .
(last modified 2023-10-12T22:15:52+00:00 )
Oct 13, 2023 02:40 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم د اطلاعاتو وزیر استعفا وکړه

خبری سرچینو د جمعې په سهار خبر ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم د اطلاعاتو وزیر ګالیت ډیسټل له خپلې دندې استعفا کړې ده .

خبری سرچینو د جمعې په سهار خبر ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم د اطلاعاتو وزیر ګالیت ډیسټل له خپلې دندې استعفا کړې ده .

 د ایرنا په وینا؛ ګالیت ډیسټل د ایکس ټولنیزې شبکې (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د صهیونیسټي کابینې د اړونده وزارت فعالیتونه د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

زياتو خبريالانو او کتونکو له دې مخکې ويلي وو، چې یاد وزارت هيڅ حقیقي صلاحیتونه نلري؛ ځکه دا وزارت د  لومړي وزیر د دفتر له لورې تشکیل شوی وو.

د صهیونیسټ رژیم د اطلاعاتو د وزیر استعفا په داسې حال کې مطرح کیږي چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو په نیواک کې د صهیونیسټی رژیم په خلاف له تېرې شنبې څخه له غزې (جنوبی فلسطین) څخه د «الاقصی طوفان» په نامه پراخ او بې ساری عملیات پیل کړي دي.