د اسرائیلوله پښوغورځیدلی رژیم د فلسطین له مظلومو خلکو غچ اخلی
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غزې کښې اوسنۍ پیښې د راتلونکې جوړونکي پیښې وبللې او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وفرمایل وینه تویونکی او بدماش دښمن د ماشومانو، میرمنو او سړیود وژلو په جنایت کښې هیڅ حد نه پیژنی او د غزې خلک د ټکی په حقیقي او ژورې معنا مظلوم دي.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تینګار وکړ د اسرائیلو زخمی او له پښو غورځیدلی نیواکګر رژیم د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی مباررزانو د سخت ګوزار غچ اخلی.
د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې سایټ له مخې، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د چهارشنبې په ورځ د ایران د لویدیځ د لرستان ولایت د ۶۵۵۵ شهیدانو د درنښت د غونډې له ګډونوالواو چاروالو سره په کتنه کښې د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې جنایتونو په وړاندې د غزې د خلکو اقتدار او له صبر سره مظلومیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: بې له شکه او د نړۍ د شرغواړو له ټولو ملاتړونو اود صهیونیسټانو په جنایتونوکی د امریکایانو پریکنده ملګرتیا سره سره دا ټول ظلمونه او جنایتونه به په پای کې هیڅ ځای ونه نیسي او په دې او راتلونکو حالاتو کې بریا د د فلسطینی ملت په لاس کې ده .
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غزې کښې اوسنۍ پیښې د راتلونکې جوړونکي پیښې وبللې او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وفرمایل وینه تویونکی او بدماش دښمن د ماشومانو، میرمنو او سړیود وژلو په جنایت کښې هیڅ حد نه پیژنی او د غزې خلک د ټکی په حقیقي او ژورې معنا مظلوم دي.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر یو ځل بیا د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه د فلسطین د جنګیالیو لخوا په غاصب رژیم ګوزار یو پریکنده او بې مثاله وباله او ویې ویل: د وخت په تیریدو سره د دغه ګوزار نه جبران کیدونکی ماهیت نو ر ښکاره کیږي .
هغوی نیواکی فلسطین ته د امریکا او د نورو شرغواړو او ظالمو هیوادونو لکه انګلستان، فرانسې او جرمنی د ولسمشرانو پرله پسې ورتل د غاصب رژیم د تباهۍ د مخنیوی لپاره یوه هڅه وبلله او زیاته یې کړه: د نړۍ شرغواړي دا وینی چی صهيونيسټ رژيم د فلسسطیني مبارزانو د سخت او ټاکونکی ګوزار له امله د تباهۍ او بربادۍ په حال کی دی ، له همدې امله په سفرونو او د پيوستون په څرګندولو او د جنایتونو د وسيلو لکه بمونو او نورو وسلو په برابرولو سره هڅه کوي چې د زخم خوړلی او له پښو غورځیدلی رژیم په زوره وساتي.
حضرت امام خامنه ای امریکا د صهیونیسټی جنایتکارانو ثابته ملګری وبلله اوټینګار یې وکړ: د امریکایانو لاسونه تر څنګلو پورې د ماشومانو، ښځو او د غزې د نورو شهیدانو په وینو رنګ شوی دی او په حقیقت کښې امریکایان د دغو جنایتونو په مدیریت اخته دي ..
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په امریکا، اروپا، اسلامی هیوادونو او د نړۍ په نورو سیمو کښې د نړۍ د عمومي وجدانونو خوځیدا د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې جنایتونو د پراخیدو او ژورتیا په وړاندې غبرګون وباله او زیاته یې کړه په اروپا کې د آزادۍ او بشري حقوقو ادعا کوونکو د فلسطین په حق کې په مظاهرو بندیز لګولی دی، خو خلک د دغو بندیزونو په پام نه کولو سره سړکونو ته راووځي او خپل قهر، غصه او د خپل ضمیر د درد نارې وهي او هیڅوک به هم یې د صهیونیسټانو د وحشتونو په وړاندې د ملتونو د غبرګونونو مخه ونه نیولې شي .