د فلسطین د شهیدانو شمیر له اوو زرو واوښت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140550-د_فلسطین_د_شهیدانو_شمیر_له_اوو_زرو_واوښت
له دې سره په یووخت د ځينو عبري سرچینو وئیلي دي، چې د حماس غورځنګ د الاقسام کنډکونو کمانډوز د ګلائيډر په وسیله د غړې په شاوخوا کې ابوسالم مرکز ختیځي برخې ته ننوتي دي او له اسرائيلو ځواکونو سره نښتي دي .
(last modified 2023-10-27T07:52:52+00:00 )
Oct 26, 2023 11:50 Asia/Kabul
  •   د فلسطین د شهیدانو شمیر له اوو زرو واوښت

له دې سره په یووخت د ځينو عبري سرچینو وئیلي دي، چې د حماس غورځنګ د الاقسام کنډکونو کمانډوز د ګلائيډر په وسیله د غړې په شاوخوا کې ابوسالم مرکز ختیځي برخې ته ننوتي دي او له اسرائيلو ځواکونو سره نښتي دي .

د فلسطین د غړې دحکومتی اطلاع رسونې  دفتر په یوې خبرتیا کې ووئيل، په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتکار پوځ د بې آمانه حملو او جنایتونو له امله تر دې دمه د اوو زرو فلسطینیانو دشهادت او د لسګونو زرو نورو د ټپي کیدا یا  بې درکه کیدا خبر ورکړ.

ددغه راپور په اساس،په زیاتره شهیدانو او ټپیانو کې ماشومان او میرمنې ترسترګو کیږي.

له دې سره په یووخت د ځينو عبري سرچینو  وئیلي دي، چې د حماس غورځنګ د الاقسام کنډکونو کمانډوز د ګلائيډر په وسیله د غړې په شاوخوا کې  ابوسالم مرکز ختیځي برخې ته ننوتي دي او له اسرائيلو ځواکونو سره نښتي دي .همداراز په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي د صهیونیسټي رژیم دپوځ  ځانګړي ځواکونو  هم هڅه کړې ده ، څو  خان یونس په ختیځ کې  غزې تړانګې ته نفود وکړي، چې د حماس غورځنګ د مبارزانو په لومې کې ښکیل شول او له مرګ ژوبلې زغملو سره شاتګ ته اړ شوي دي.

له دې سره په یووخت ځینو سرچینو راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې په جنوب کې د خانس یونس په ختیځ او د رفح په ختیځ کې  مقاومتي مبارزان  د اسرائیلو له نیواکګرو او وحشي ډوله پوخيانو سره نښتي  او سخت ټکونه ئې پرې کړي دي .

ایرنا خبری آژانس هم د ځينو عبری ژبو سرچینو له قوله لیکلي دي ، چې د صهیونیسټ رژیم  پوځ  د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو له پیل راهسې  تر دې دممه  دخپلو مرګ ژوبلو د   خوند څښکونکي سیاست په چوکاټ کې نن منلې ده چې  تر اوسه پورې د  دغه رژيم د هلاک شوو پوځیانو او افسرانو شمیر درې سوه نهو تنو ته رسیدلی دی.،البته  خپلو  ټپي شوو او نورو بې درکه شوو  پوځیانو شمیر ته ئې کومه اشاره نه ده کړې.

داپه داسې حال کې  دي چې ځینو خبرو سرچینو له دې مخکې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو د هلاکت شمیر له دې څو چنده زیات ښودلی دی، چې وئیل کیږي په تیرو شلو ورځو  کې د صهیونیسټي عسکرو او صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو  دهلاکت شمیر یوزر پنځه سوه تنو زیات شوی دی .