د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاریونونو دوام
د اردن او فلسطین خلکو د جمعې په ورځ د مقاومت د ځواکونو او د غزې د اوسیدونکو په ملاتړ سړکونو ته راووتل.
د اردن او فلسطین خلکو د جمعې په ورځ د مقاومت د ځواکونو او د غزې د اوسیدونکو په ملاتړ سړکونو ته راووتل.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، د اردن اتباع په پلازمینه عمان کې؛ د صهیونیسټانو د سفارت مخې ته په غزې د دغه جنایت د غندلو په موخه لاریونونه وکړل.
د لبنان په المیا او میه کمپ کې هم قهرجن فلسطینیان د غزې د خلکو د وحشیانه وژنو د غندلو لپاره سړکونو ته راووتل او د مقاومت په ملاتړ یې شعارونه ورکړل.
له بلې خوا ټوله لویدیځه غاړه په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د هر ډول حملو په غندلو او د مقاومت د ځواکونو په ملاتړ کې د لاریونونو ډګر ته راوتلي دي.
په لویدیځه غاړه کې د رام الله په ښار کې هم فلسطینیان سړکونو ته راوتلي وو او د «ملت د قدس کنډک غواړي» شعارونه ورکول.
د لویدیځې غاړې د تباس ښار په جنوب کې د تومون په ښار کې هم مظاهره چیان واټونو ته راووتل او د مقاومت د ځواکونو او د قدس او غزې په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
په عین حال کې د غزې تړانګې په شمال کې د صهیونیسټانو له حملې سره سم د فلسطین د مخابراتو شرکت اعلان وکړ چې له غزې تړانګې سره انټرنیټ او ټول ارتباطی خدمات په بشپړه توګه قطع شوي دي او صهیونیسټانو د غزې له تړانګې سره نړۍ ته نښتې ټولې لارې بندي کړي دي.
د صهیونیسټی ورځپاڼی معارف هم راپور ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم جنګی بیړۍ په عین حال کې په غزې بمبارۍ پیل کړي.
پر غزې د صهيونېسټ رژيم د پراخو بريدونو شدت دومره زيات دی چې د دغه رژيم د پوځ راډيويي شبکې بې ساري ګڼلي دي.
د دغو بریدونو په ځواب کې د مقاومت ځواکونو د نیواکګرو سیمو ګڼې سیمې په توغندیزو بریدونو سره په نښه کړې.