راتلونکې د فلسطین په خلکو پورې اړه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140832-راتلونکې_د_فلسطین_په_خلکو_پورې_اړه_لري
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د فلسطین د مظلومو شهیدانو او د غزې د خلکو د یاد د درناوي په ترڅ کښې وویل د الاقصی طوفان په عملیاتوکی د فلسطین د مبارزانو زړورتیا، حیرانوونکې او بې ساري دفاع د فلسطین، سیمې او اسلامی نړۍ لپاره د یوه نوي سپرکی پیل دی.
(last modified 2023-11-01T06:10:13+00:00 )
Nov 01, 2023 10:33 Asia/Kabul
  • راتلونکې د فلسطین په خلکو پورې اړه لري

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د فلسطین د مظلومو شهیدانو او د غزې د خلکو د یاد د درناوي په ترڅ کښې وویل د الاقصی طوفان په عملیاتوکی د فلسطین د مبارزانو زړورتیا، حیرانوونکې او بې ساري دفاع د فلسطین، سیمې او اسلامی نړۍ لپاره د یوه نوي سپرکی پیل دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د فلسطین راتلونکې په بشپړه توګه روښانه وباله او ټینګار یې وکړ چې یرغلګران او بهرني کډوال باید له دې خاورې ووځي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د فلسطین د مظلومو شهیدانو او د غزې د خلکو د یاد د درناوي په ترڅ کښې وویل  د الاقصی طوفان په  عملیاتوکی د فلسطین د مبارزانو زړورتیا، حیرانوونکې او بې ساري دفاع د فلسطین، سیمې او  اسلامی نړۍ لپاره د یوه نوي سپرکی پیل دی.

سترجنرال باقري په دې خبرې په ټینګار سره چې دصهیونیسټ رژیم شرمناکه ناکامي د ترمیم او جبران وړ  نده زیاته کړه دبې ګناه خلکو ، ښځو ، ماشومانو او بوډاګانو بمبارول دصهیونیسټ رژیم د قدرت او بریا نښه نه ده او نه به وي . .

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په دې خبرې سره چې دغه جګړه د فلسطینیانو له بریا پرته بل برخلیک او پای نه لري وویل نن سبا د نړۍ ټول خلک د دغه جنایت د بندولو غږ  پورته کوي او د غزې له خلکو سره د مرستې غوښتنه کوي.