په غزه کښې ۲۸ صهیونیسټی پوځیان هلاک او ژوبل شول
عبراني رسنیو په دې اړه پوښتنه کړې ده ټاکل شوی وه په غزه کې دغه زغره وال ګاډي په دې سیمه کې د قدرت د انډول د ماتولو لامل شی ، نو څه وشول؟
د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر په غزه کښې د صهیونیسټی پوځیانو د وژلې د شمیر په زیاتیدو سره دا یوه دردونکی ګوزار وباله .
د المیادین د نن ورځې له راپور سره سم عبراني ژبې رسنیو ومنله پرون په غزه کې ۱۱ اسرائیلي پوځیان هلاک او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
دغی سرچینې زياته کړه: په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دغه صهیونیسټي پوځیان د دوی په زغره وال ګاډي د راکټي حملې په ترڅ کښې هلاک شول چې ۱۳ پوځیان پکښې سپاره وو .
دا په داسې حال کښې دی چې د صهیونیسټی رژیم چارواکو د خپلو هلاک شویو پوځیانو دقیق شمېر نه دی اعلان کړی او یوازې یوه برخه یې په رسنیو کښې خپروی.
عبراني رسنیو په دې اړه پوښتنه کړې ده ټاکل شوی وه په غزه کې دغه زغره وال ګاډي په دې سیمه کې د قدرت د انډول د ماتولو لامل شی ، نو څه وشول؟
په همدې لړ کښې د صهيونېسټ رژيم د جنګ وزير يوف ګالانت نن په غزه کښې له اسلامي مقاومت غورځنګ "حماس" سره په جګړه کښې د اسرائيلي فوځيانو وژل کيدل يو سخت او دردناکه ګوزار وباله. .
د غاصب رژیم د جنګ وزیر زیاته کړه: هغه سترې لاسته راوړنې چې د غزې په تړانګه کښې په سختو جګړو کښې تر لاسه شوې دي، له بده مرغه په مونږه درنده بیه تپی .