د اماراتو د فوځي مرستو اتمه جوپه صهیونیستي رژیم ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140996-د_اماراتو_د_فوځي_مرستو_اتمه_جوپه_صهیونیستي_رژیم_ته_ورسېده
په داسي حال کې چي په غزې باندې د صهیونیستانو د بریدونو په دوام سره، د ښځو او ماشومانو په شمول د شهیدانو شمېر له نهو زرو او د ټپیانو شمېر له ۲۳ زرو نه اوښتې دي، صهیونیستي رسنیو ادعا کړې ده چي د متحده عربي اماراتو له لورې د فوځي مرستو اتمه جوپه تل ابیب ته رسېدلې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 04, 2023 09:45 Asia/Kabul
  • د اماراتو د فوځي مرستو اتمه جوپه صهیونیستي رژیم ته ورسېده

په داسي حال کې چي په غزې باندې د صهیونیستانو د بریدونو په دوام سره، د ښځو او ماشومانو په شمول د شهیدانو شمېر له نهو زرو او د ټپیانو شمېر له ۲۳ زرو نه اوښتې دي، صهیونیستي رسنیو ادعا کړې ده چي د متحده عربي اماراتو له لورې د فوځي مرستو اتمه جوپه تل ابیب ته رسېدلې ده.

د جروزالم صهیونسیتي نشریې پرون یې له اماراتو سره د اسرائیل د رژیم د امنیتي همکاریو د هوکړه لیک په هکله یو راپور خپور کړی دی او ادعا یې کړې ده چي امارات د همدغې هوکړې په چوکاټ کې په تېرو دوو اونیو کې اسرائیل رژیم ته دوامداره فوځې مرستې استولې دي.

له دې راپور له مخې، وروستیو ورځو کې هم د اماراتو لویه فوځي الوتکه چي په کښې فوځې مرستې وې ، د نقب په سیمه کې د صهیونیستي رژیم په هوایي ډګر نواتیم (Nevatim Airbase) کې ناسته کړې ده. دا صهیونیستې رژیم سره د اماراتو د فوځي مرستو اتمه جوپه بلل کیږي.

جکسون هینکل امریکایي ژورنالیست 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د سیاسي چارو شناند او امریکایي خبریال جکسون هینکل هم په خپل ټوویټر کې دغه راپور ته په اشارې سره، د اماراتو په چارواکې باندې سختې نیوکې کړي دي.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له صهیونیستي رژیم سره د اماراتو د اړیکو له رغېدو وروسته، ځینو رسنیو اعلان وکړ چي امارات له صهیونیستي رژیم سره، د اقتصادي همکاریو تر څنګ په امنیتي او فوځي ډګرونو کې هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.