په غزې په دوتازه حملوکې ۴۵ فلسطینان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141104-په_غزې_په_دوتازه_حملوکې_۴۵_فلسطینان_شهیدان_شول
الجزیرې چینل نن د غزې تړانګې په مرکز د صهیونیسټي رژیم په بمباریو کښې د لږ تر لږه ۴۵ نورو کسانو د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2023-11-06T05:46:03+00:00 )
Nov 06, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • په غزې په دوتازه حملوکې ۴۵ فلسطینان شهیدان شول

الجزیرې چینل نن د غزې تړانګې په مرکز د صهیونیسټي رژیم په بمباریو کښې د لږ تر لږه ۴۵ نورو کسانو د شهادت خبر ورکړ.

د ایرنا د راپور له مخې نن د غزې د تړانګې په مرکز دیر البلاح او الزاویده کښې په دوو کورونو د اسرائیلو په حملو کښې ۴۵ فلسطینیان شهیدان او یوشمیر بی درکه شول.

 له دې مخکې نن سهار د صهیونیسټ رژیم دپوځیانو لخوا درفح په تل السلطان سیمه کښې په بمبارۍ کښې ۱۵ فلسطینیان شهیدان او لسګونو نور ژوبل شول .

 همداراز خبري سرچینو نن سهار خبر ورکړ چې په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) د وژل شویو کارکوونکو شمیر ۸۸ تنو ته رسیدلی دی.

له بلې خوا د عزالدین قسام کنډکونو د غزې په مختلفو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم شپږ ټانکونه تباه کړل.

د مهر خبری آژانس د خبر له مخې د عزالدین قسام کنډکونو د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې نن سهار یې د غزې په مختلفو سیمو کښې د اسرائیلو شپږ ټانکونه ویجاړ کړل. د دغو ټانګونو د ویجاړیدو په پایله کې ګڼ شمیر صهیونیسټي پوځیان هلاک شول.

Image Caption

 

ایرنا خبری اژانس هم  دصهیونیسټی سرچینو په حواله اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د مقاومت له جنګیالیو سره په ځمکنیو جګړو کښې 22کلن پوځی  شاحار کوهین  هلاک  شوی دی.

د صهیونیسټي سرچینې د راپور له مخې د دغه عسکر د وژل کیدو په شمول د دغه رژیم پوځ د غزې په تړانګه کښې په ځمکنۍ جګړه کښې د خپلو ۳۰ نورو پوځیانو وژل کیدل منلي دي.

صهیونیسټ رژيم اعلان وکړ چې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیله تراوسه د وژل شویو پوځیانو شمیر ۳۴۸ صهیونیسټانو ته رسیدلی چې د مقاومت د ځواکونو په باور له دې زیات دی خو صهیونیسټان د روحیې  د ساتلو لپاره د دقیقو شمیرنو له خپرولو ډډه کوي.