يرغلګرانو له يوې مياشتې وروسته هیڅ بریاترلاسه نکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141108-يرغلګرانو_له_يوې_مياشتې_وروسته_هیڅ_بریاترلاسه_نکړه
صفي الدین هغه سپیرې دسیسې ته په اشارې سره چې د قدس نیواکګر رژیم له امریکا او د هغه له نورو ملاتړو سره په ګډه د فلسطین د خلکو په ضد پلان کړې ده وویل: د غزې د شمال د خلکو د بې کوره کولو او د سینا دښتې ته د هغوی د کډوالولو لپاره د امریکا او اسرائیلو پروژه په لومړي پړاو کې ده او د دې پروژې د ترسره کولو لپاره په ځانګړې توګه په مصر او اردن فشارونو ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-11-07T03:09:18+00:00 )
Nov 06, 2023 10:11 Asia/Kabul
  • يرغلګرانو له يوې مياشتې وروسته هیڅ بریاترلاسه نکړه

صفي الدین هغه سپیرې دسیسې ته په اشارې سره چې د قدس نیواکګر رژیم له امریکا او د هغه له نورو ملاتړو سره په ګډه د فلسطین د خلکو په ضد پلان کړې ده وویل: د غزې د شمال د خلکو د بې کوره کولو او د سینا دښتې ته د هغوی د کډوالولو لپاره د امریکا او اسرائیلو پروژه په لومړي پړاو کې ده او د دې پروژې د ترسره کولو لپاره په ځانګړې توګه په مصر او اردن فشارونو ته دوام ورکوي.

 

د   لبنان د حزب ا... د اجراییه شورا مشر دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټانو په غزه کښې له یوې میاشتې جنایتونو وروسته هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې او ویې ویل: دښمن ځان د ستر ګوزار لپاره چمتو کړی.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د لبنان د حزب ا... د اجرایی شورا مشر سید«هاشم صفی الدین» وویل: مقاومت یوه اتله صحنه انځور کړه،  په دې ډول چې له یوې میاشتې وروسته هم صهیونیسټی یرغلګر هیڅ لاسته راوړنه نه لری او  خپل هیڅ  هدف  ته ونه رسیدل او هیڅکله  هم خپل اهداف  نشی ترلاسه کولې .

صفي الدین هغه سپیرې دسیسې ته په اشارې سره چې د قدس نیواکګر رژیم له امریکا او د هغه له نورو ملاتړو سره په ګډه د فلسطین د خلکو په ضد پلان کړې ده وویل: د غزې د شمال د خلکو د بې کوره کولو او د سینا دښتې ته د  هغوی د کډوالولو لپاره د امریکا او اسرائیلو  پروژه په لومړي پړاو کې ده او د دې پروژې د ترسره کولو لپاره په ځانګړې توګه  په مصر او اردن فشارونو ته دوام ورکوي.

دحزب ا...دغه لوړرتبه چارواکی تاکید وکړ صهیونیسټ دښمن باید پوه شی چې که غواړی خپلو تیریو او جنایتونو ته دوام ورکړی او د لبنان اسلامی مقاومت و ازمویی نو باید د هغه څه په نسبت چې نن سبا یی  وینی ډیر ستر شی ته ځان  چمتو شی .داسی  څه چې تصور یې  هم نشي کولی.