غزې کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د نړیوالې غصې زیاتیدل:-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141370-غزې_کښې_د_صهیونیسټ_رژیم_له_جنایتونو_د_نړیوالې_غصې_زیاتیدل
د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتکاره اقداماتو له دوام سره په یووخت چې تراوسه یې څه د پاسه یولس زره کسان شهیدان او له اوویشتو زرو زیات فلسطینیان ژوبل کړي دي د دغو جنایتونو په هکله نړیواله غصې او نیوکې زیاتې شوي دي په دې ډول چې په پراخو مظاهرو سربیره حتی ځینو لویدیځو سیاستوالانو هم په اسرائیلو باندې نیوکه کړي ده.
(last modified 2023-11-11T05:33:37+00:00 )
Nov 11, 2023 09:56 Asia/Kabul
  • غزې کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د نړیوالې غصې زیاتیدل:-

د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتکاره اقداماتو له دوام سره په یووخت چې تراوسه یې څه د پاسه یولس زره کسان شهیدان او له اوویشتو زرو زیات فلسطینیان ژوبل کړي دي د دغو جنایتونو په هکله نړیواله غصې او نیوکې زیاتې شوي دي په دې ډول چې په پراخو مظاهرو سربیره حتی ځینو لویدیځو سیاستوالانو هم په اسرائیلو باندې نیوکه کړي ده.

په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د غندلو او له فلسطین څخه د ولسي ملاتړونو په دوام کښې په تیرې جمعې ورځ د امریکا په زرګونو خلکو په غزې تړانګه کښې د  فلسطین د خلکو د نسل کشۍ او وژلې باندې اعتراض کښې د نیویارک ښار په «ټایمز» چوک کښې په شتون سره په غزې تړانګې کښې سمدستي د اوربند غوښته وکړه.

په بریتانیا کښې هم په تیرې جمعې ورځې مظاهره چیانو د فلسطین په ملاتړ کولو او د غزې پرضد د صهیونیسټ رژیم په  وحشیانه حملو او جنګ باندې اعتراض کښې د غزې له خلکو سره د پیوستون شعارونه ورکړل او د وسلو د جوړولو یوه کارخانه یې له اسرائیلو رژیم سره د ملګرتیا په دلیل کلابنده کړه.

دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو جنایتونو دومره د نا توجیه وړ او ویرونکي اړخونه پیدا کړي دي چې د لویدیځو هیوادونو ځینو سیاستوالانو هم په اسرائیلو نیوکه کړي ده او په غزې کښې د بې ګناه خلکو د وژلې او د جنګ د بندیدا غوښتنه یې کړي ده.

د ناروې لومړي وزیر ی«وناس ګار اسټور» په تیرې جمعې ورځ په غزې کښې د صهیونیسټانو په جنایتونو باندې اعتراض وکړ او ویې ویل د اسرائیلو لخوا په غزې تړانګې سختې بمباریانې د جنګ د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده. ملکي وګړي د ځان د دفاع حق لري او د هیوادونو لخوا د جنګ د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ باید وغندل شي.

د اروپا د یوه هیواد د تر ټولو لوړ رتبه اجرايي چارواکي لخوا دغه دریځ ښودنه کوي چې د ځان د دفاع په پلمه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم توجیهات چې البته د امریکا په حمایت سره ترسره کیږي حتی په ځینو لویدیځو هیوادونو  کښې هم کوم ملاتړ نه لري او هغه د نه منلو وړ بلل شوي دي.

په دې مینځ و مان کښې په اروپا کښې د اسرائیلو ځینو اصلي ملاتړو هم چې د تل اویو ملاتړ یې پیل کړی دی لکه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په غزې باندې د حملو د بندیدا غوښتنه کړي ده.

امانوئل مکرون په یوې مرکې کښې وویل  اسرائیل باید په غزې تړانګه کښې د ماشومانو او د ښځو وژل بند کړي. هغه ټینګار وکړ چې د دغو بمباریو لپاره هیڅ توجیه نشته او اوربند به د اسرائیلو په ګټه وي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په دې ادعا سره چې د ځان د دفاع کولو لپاره د اسرائیلو حق په رسمیت پيژندي وویل زه له اسرائیلو غواړم چې دغه بمبارې بندې کړي.

په زړه پورې خبره دا چې د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په غزې تړانګې کښې د فلسطیني ملکي وګړو د وژلې د بندولو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون غوښتنه رد کړه او ویې ویل حماس غورځنګ د غزې د خلکو د مړینې مسوول دی او دوې باید تل اویو و نه غندي.

باید ووایو که چیرې د فرانسې ولسمشر مکرون په حقیقي ډول په غزې کښې د فلسطینیانو د وژلې د بندیدا غوښتونکی دی باید د تل اویو د ملاتړ کولو  او د ځان د دفاع لپاره د اسرائیلو په حق باندې د ټینګار کولو پرځاې د غزې د بمباریو د بندولو لپاره د نتانیاهو د مجبورولو لپاره اغیز شیندونکي اقدامات ترسره کړي.

داسې ښکاري په دې زمینه کښې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون دریځ له دې زیات چې په غزې باندې د حملو د بندولو لپاره د هغه د حقیقي غوښتنې او د صداقت پراساس وي د فرانسې د عمومي افکارو د پام د جلبولو لپاره ترسره شوی دی کومو  چې په تیرو اونیو کښې د پراخو مظاهرو په ترسره کولو سره په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې د بندیدا غوښتنه کړي ده.

بل ټکی چې باید اشاره ورته وشي د ځان د دفاع کولو په دلیل په غزې کښې د اسرائیلو له جنایتونو د بې قید او شرطه او د کامل ملاتړ په دلیل له امریکا څخه د نړیوالې کرکې او د غصې زیاتیدل دي.

په دې لړ کښې په عربو هیوادونو کښې د امریکا ډيپلوماټانو د جوبایډن حکومت ته له صهیونیسټ رژیمه د ملاتړ په دلیل د غزې د جنګ د پیلیدا له وخت راهسې د واشنګټن پرضد د عربو  هیوادونو د زیاتیدونکي غصې په هکله خبرداری ورکړی دی.

د جوبایډن حکومت په عربو هیوادونو کښې د امریکا له ډيپلوماټانو څخه جدي خبرداري ترلاسه کړي دي چې ښودنه کوي د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم په ورانونکي جنګ کښې له اسرائیلو د امریکا زیات ملاتړونه سبب شوي دي چې په عربو هیوادونو کښې د  خلکو په یوه کامل نسل کښې د امریکا محبوبیت له مینځه لاړ شي.

د دغو مسائیلو ټولګه ښودنه کوي د تیر وخت په اپوټه او حتی په غزې کښې د جنګ په لومړیو کښې چې صهیونیسټ رژیم له دروغو د ډکو خبرونو او د جعلي ویډیوګانو په خپرولو سره د خپلو اقداماتو د توجیه کولو او د ځان په ګټه د عمومي افکارو د پام د جلبولو هڅه کوله خو اوس له غزې تړانګې څخه د ژوندیو خبرونو، راپورونو او تصویرونو او ویډیوګانو په خپریدا سره د نړۍ خلک د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو له ژوروالي  خبر شوي دي او د فلسطینیانو پرضد  د اسرائیلو د حملو د بندیدا لپاره د تل اویو د مجبورولو لپاره نړیوال حرکت رامینځته شوی دی.