د لبنان حزب الله د اسرائیلو په اډې بریدی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141516-د_لبنان_حزب_الله_د_اسرائیلو_په_اډې_بریدی_کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل د مقاومت جنګیالي پرون مازیګر بریالي شول د شبعا په نیواکي کروندو کښې په الرمنا سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په اډې باندې برید وکړي.
(last modified 2023-11-13T20:45:06+00:00 )
Nov 14, 2023 01:04 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د اسرائیلو په اډې بریدی کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل د مقاومت جنګیالي پرون مازیګر بریالي شول د شبعا په نیواکي کروندو کښې په الرمنا سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په اډې باندې برید وکړي.

د لبنان حزب الله په دغه بیانیې کښې ټینګار وکړ د اسلامي مقاومت مجاهدانو په مناسبو وسلو سره د شبعا نیواکي کروندو په الرمنا سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم  د پوځ په اډې برید وکړ چې له کبله یې هلته دیره پوځيانو ته پریکنده مرګ ژوبلې واوښتلې.

دغه راز د عبري ژبې رسنیو وویل چې د نیواکي فلسطین په شمال باندې په پرونیو توغندوي او راکټي بریدونو کښې دوه ویشت اسرائیلي عسکر ژوبل شوي دي.

دغه راز د لبنان حزب الله غورځنګ پرون د خپل یوه بل مبارز علي مهدي سیف الدین چې لقب یې ذوالفقار و له اسرائیلي عسکرو سره د نښتې په وخت د شهیدیدا خبر ورکړ.