حماس:
په روغتونونو کې د وسله والو کسانو حضور دروغ دی
د حماس د سیاسي دفتر غړی خلیل الحیه اعلان وکړ چي په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو د حضور په هکله د صهیونیست رژیم ادعاوې دروغ دي.
له تېرو ورځو راهیسې د صهیونیست رژیم ځمکني ځواکونو په غزې کې د الرنتیسی روغتون په شمول یو شمېر روغتونونه چي په کښې په زرهاو ټپیان بستریان شوي او بې پناه ښځې او ماشومان په کښې پناه اخیستې دي، تر محاصرې لاندې راوستې دي.
د صهیونیستي رژیم ترهګرو فوځیانو له یوې خوا د هوایي بریدونو په ترڅ کې روغتونونو ته د تخلیې امر کوي او له بلې خوا بیا هر یو کس چي له روغتونونو څخه د وتلو هڅه کوي د صهیونیستانو له خوا په ډزو ویشتل کیږي.
صهیونیستي او غربي رسنیو د اسرائیل د ترهګرو فوځیانو د دغه جنایتونو د توجیه کولو لپاره ادعا کړې ده چي په غزې کې په الرنتیسی روغتون کې وسله وال کسان حضور لري.
د حماس د سیاسي دفتر غړی له الجزیرې سره په مرکه کې زیاته کړه: صهیونیست رژیم د خپلو ادعاګانو لپاره هیڅ ثبوت نلري، په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو حضور بالکل بې بنیاده خبره ده.
الحیه وایي چي صهیونیست رژیم د هر ډول بشردوستانه اوربند او غزې کې ټپیانو او عامو وګړو ته د هر ډول مرستو د مخنیوی لپاره پلمې لټوي او د اوربند له وړاندیزونو سره مخالفت کوي څو په غزې کې د فلسطینیانو نسل وژنې ته دوام ورکړي.