فلسطیني ډلې:
ملګرې ملتونه او سره صلیب دې روغتونونه ولټوي
په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو د حضور په هکله د صهیونیستي رژیم د پروپاګن په ځواب کې فلسطیني ډلې له روغتونونو څخه د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د ټیمونو د کتنې غوښتونکي شول.
د فلسطین مقاومتي ډلو په یوه اعلامیه کې ویلي دي: په غزې کې په الرنتیسی روغتون کې د وسله والو ځواکونو په هکله د صهیونیستانو ادعاوې دروغ دي، مونږ د ملګرو ملتونو او د سره صلیب له کمیټې څخه غواړو چي د روغتونونو د ساتنې او د ناسمو ادعاګانو د مخنیوی لپاره خپل ټیمونه د غزې روغتونونو ته واستوي.
د صهیونیستانو له لورې په غزې کې د زرګونو ښځو او ماشومانو د عام وژنې له امله په نړۍ کې عامه افکارو د صهیونیست رژیم په خلاف پاڅېدلی دی.
تېرو ورځو کې صهیونیستي رسنیو په روغتونونو باندې د اسرائیل د ترهګرو فوځیانو د بریدونو د دوام د توجیه کولو لپاره ادعا کړې ده چي په غزې کې په الرنتیسي روغتون کې وسله وال کسان پټ شوي دي، حال دا چي په الرنتیسي او الشفا کې په زرګونو ټپیان بستریان شوي او بې پناه ښځو او ماشومانو په کښې پناه اخیستي دي.