هنیه وویل صهیونیسټ دښمن به له فلسطینه وشړل شي
هنیه د غزې د روغتونونوپرضد د صهیونیسټ دښمن جنګ د ټولو نړیوالو قوانینو او دودونوخلاف وباله او زیاته یې کړه: هغه څه چې د فلسطین ملت په غزې تړانګه کښې ترسره کړل ټوله نړۍ یې ولړزوله او د نړیوال پاڅون سبب شو.
د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل: صهیونیسټ دښمن به د فلسطین له خاورې وشړل شی او له ماتې پرته به بل څه ونه لری.
د ایرنا له راپور سره سم اسماعیل هنیه دې ته په اشارې سره چې د فلسطین ملت او مقاومت د نړۍ له تر ټولو سترو ترهه ګرو پوځونو سره د عزت، وقار او عظمت نښتې ته داخل شوی دی چی حتما دخدای په مرسته به بریالۍ کیږو.
هنیه د غزې د روغتونونوپرضد د صهیونیسټ دښمن جنګ د ټولو نړیوالو قوانینو او دودونوخلاف وباله او زیاته یې کړه: هغه څه چې د فلسطین ملت په غزې تړانګه کښې ترسره کړل ټوله نړۍ یې ولړزوله او د نړیوال پاڅون سبب شو.
هغه په دې خبرې سره چې صهیونیسټ دښمن به د خپلو بندیانو د بیرته ستنولو توان ونلري تر څو چې بیه یی نه وي ورکړي وویل: د دښمن ټول پلانونه به ناکامه شي او هیڅ هدف به یې پوره نشی .
هنیه د ملګرو ملتوپه امنیت شورا په نیوکې سره زیاته کړه: د امنیت شورا پرونۍ پریکړه لیک باید په غزه کښې د صهیونیسټ دښمن جنایتونه غندلی وی.
هغه وویل چې "دښمن باید مجبور شي چې جګړه ودروي او د بشري مرستو لپاره لارې خلاصې کړي
هغه نړۍ ته په خطاب کښې زیاته کړه: ټوله نړۍ دې په دې پوه شی چې یوازې د غزې خلک او د فلسطین ملت د غزې د راتلونکې په اړه د فیصلې حق لری.
هنیه د خپلې وينا په پای کې اسلامي امت ته په خطاب کی وويل، مونږ دوی ته اعلان کوو چې غزی د امت په تاريخ کې داسې يوه داسې حماسه رامنځته کړه چې په تېرو سلو کلونو کې بې سارې وه او دا د ټول امت جګړه ده. او هر څوک باید د غزې له خلکو سره په مال ، وسلو او جهاد کې مرسته وکړي.