د اسرائیلو کشتۍ به زمونږ لپاره جایز هدف وي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د صهیونیسټ رژیم ټولو کشتیو ته یا هغو کشتیو ته چې له اسرائیلو رژیم سره ملګرتیا کوي خبرداری ورکړ چې د یمن د وسله والو ځواکونو لپاره به جایز هدف وي.
هغه پرون وویل د یمن د مشر د حکمونو د اجرا کولو او د فلسطین د ملت په وړاندې د دیني او د اخلاقي مسوولیت په لړ کښې د یمن سمندري ځواک په سره سمندر کښې پوځي عملیات کړي دي.
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د دغو عملیاتو په وخت د هیواد ځواکونه بریالي شول د اسرائیلو یوه کشتۍ ونیسي او هغه ساحل ته بوځي.
هغه له هغو ټولو هیوادونو چې ښاریز یې په سره سمندر کښې په فعالیت بوخت دي وغوښل د اسرائیلو له کشتیو سره له هرډول ملګرتیا کولو ډډه وکړي.
د یمن د پوځ ویاند یعیی سریع وویل د صهیونیسټ دښمن پرضد د یمن پوځي عملیات به تر هغه وخته دوام ولري تر څو چې په غزې تړانګې باندې تیري او د فلسطین د ملت پرضد جنایتونه بند شوي نه وي.
هغه په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژیم د نړیوالو اوبلارو او د سیمې ثبات او امنیت په خطر کښې اچولی دی وویل که چیرې نړیواله ټولنه د سیمې د امنیت او ثبات غوښتونکي ده او د جنګونو د دایرې پراخیدل نه غواړي باید په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو حملې بندې کړي.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند «ډانیل هاګاري» د یمن د ځواکونو لخوا د دغه رژیم د کشتۍ نیول کیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه پیښه په نړیواله سویه ډیره خطرناکه پیښه ده.
هغه ادعا وکړه دغه کشتۍ د اسرائیلو رژیم نه ده او په دغه کشتۍ کښې هیڅ اسرائیلي نشته.