د اوربند موافقې ته نږدې شوي یو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141896-د_اوربند_موافقې_ته_نږدې_شوي_یو
له دې مخکې د اسرائیلي رژیم ټلویزیون څرګنده کړې وه چې د دغه رژیم جنګي کابینې له حماس سره د تړون د لاسلیکولو لپاره با صلاحیته چارواکو ته شین څراغ ښودلی دی.
(last modified 2023-11-21T07:00:35+00:00 )
Nov 21, 2023 11:23 Asia/Kabul
  • د اوربند موافقې ته نږدې شوي یو

له دې مخکې د اسرائیلي رژیم ټلویزیون څرګنده کړې وه چې د دغه رژیم جنګي کابینې له حماس سره د تړون د لاسلیکولو لپاره با صلاحیته چارواکو ته شین څراغ ښودلی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن په یوه بیانیه کې وویل: موږ د اوربند موافقې ته نږدې شوی یو او خپل ځواب مو قطري وروڼو او نورو منځګړو ته وړاندې کړی دی.

له دې مخکې د اسرائیلي رژیم ټلویزیون څرګنده کړې وه چې د دغه رژیم جنګي کابینې له حماس سره د تړون د لاسلیکولو لپاره با صلاحیته چارواکو ته شین څراغ ښودلی دی.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې په غزه کې د ۵۰ بندیانو پر خلاصون او په اسرائیلو کې د فلسطیني مېرمنو د خلاصون او د پنځه ورځني اوربند په اړه هم خبرې وشوې.

د مقاومتي ځواکونو او صهیونیسټي جنایتکارانو ترمنځ جګړه په داسې حال کې ده چې د صهیونیسټانو لخوا د استوګنې پر سیمو، روغتونونو او ښوونځیو بمبارۍ دوام لري او ۴۶مې ورځې ته داخلې شوې دي.