له صهیونیسټي نیواکګر رژیم سره د سویلي افریقا د اړیکو غوڅېدا
د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په دوام پسې، د سویلي افریقا د پارلمان استازو په خپل هېواد کې د صهیونیسټي رژيم د سفارت بندولو ته رایې ورکړې.
په دغه فیصلې سره په سویلي افریقا کې د صهیونیسټي رژیم سفارت وتړل شو، او سویلي افریقا له اسرائیلي رژيم سره ډيپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړې او له پریټوریا څخه به د صهیونیسټي رژیم سفیر وویستل شي.
سویلي افریقا د افریقا د لویې وچې یو ستر او اغیز شیندونکی هېواد دی چې د اپارتائیډ د سختې تجربې په لرلو سره په نړۍ کې له اپارتائیډ حکومتونو او نژادي توپیر سره د مبارزې مخکښ دی.
د سویلي افریقا خلک چې لسیزې لسیزې یې د نیلسون مانډیلا په مشرۍ د واکمن سپین پوستي حکومت د نژادي توپیر پرضد مبارزه کړې ده او توانیدلی دی چې په نهایت کې بریالیتوب ته ورسېږي.
همدا اوس هم کلونه کلونه کېږي چې د سویلي افریقا ملت او حکومت هڅه کوي په نړۍ کې له اپارتائیډ سره مبارزه وکړي.
د سویلي افریقا د چارواکو له نظره د اسرائیلي رژیم یو اپارتائیډ رژیم دی، چې یهودیان له مسلمانو فلسطینیانو څخه بره ګڼي او د هغوی (فلسطیني مسلمانانو) پرضد توپیر اعمالوي.
له دې کبله جنوبي افریقا په تیرو کلونو کښې تل فلسطینیانو ته په اړونده ټاټوبي کښې د دغه ښکاره اپارتائیډ پرضد دریځ غوره کړی دی؛ څرنګه چې د جنوبي افریقا خارجه وزیرې میرمن نالډي پانډور په دې زمینه کښې وویل د فلسطین پیښه له ځپنې او نژاد جلا کونې څخه د جنوبي افریقا د تاریخي تجربو تداعي کونکي ده.
د جنوبي افریقا د خلکو په توګه مونږ نیغ په نیغه د توپیر او د نژادي نابرابرۍ اغیزونه تجربه کړي دي او نشو کولای په داسې وخت کښې چې د فلسطینیانو بل نسل د ټولنې په یوه ټیټ مقام کښې ساتل کیږي کوم کار ترسره کړو.»
په دې لړ کښې او د غزې د جنګ په پیلیدا او د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د وژلې په زیاتیدا سره د جنوبي افریقا حکومت په ځلونو د اسرائیلو د جنایتونو پرضد خبره کړي ده او په غزې کښې د جنګ د بندیدا غوښتنه یې کړي ده.
خو د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو په دوام سره جنوبي افریقا دغه اقدامات جنګي جنایت وباله او د دغه هیواد خارجه وزیرې نالډي پانډور وویل د نړیوالې ټولنې د سترګو په وړاندې نسل کشۍ د زغملو وړ نه ده او د جنوبي افریقا حکومت فیصله کړي ده له تل اویو څخه خپل ټول ډيپلوماټان وروبولي.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم د تیریو په دوام سره د جنوبي افریقا چارواکو په رسمي ډول له اسرائیلو څخه د هیګ نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ.
جنوبي کوریا دغه راز له هیګ نړیوالې محکمې وغوښتل د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د نسل کشۍ په تور ونیسي.
همدا اوس له دغو څرګندونو وروسته جنوبي افریقا فیصله کړي ده چې له اسرائیلو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړي.
د جنوبي افریقا د خلکو او د چارواکو له نظره د فلسطین له خلکو ملاتړ یوه اصولي مسله ده چې یوه عملي اقدام ته ضرورت لري.
د دوې له نظره د فلسطین خلک حق لري د خپل برخلیک د ټاکلو غوښتنه وکړي، خپل خاص خپلواکه هیواد اداره کړي او په ازادۍ سره او له کوم توپیر پرته ژوند وکړي.
د فلسطین د ایډیل یو دفاع کونکی او د نیلسن مانډیلا لمسی «نکوسي زولولل مانډیلا» په دې زمینه کښې وايي: فلسطینیان د ازادۍ لپاره عملي ملاتړ ته ضرورت لري.
په هر حال له اسرائیلو سره په مقابلې کښې د جنوبي افریقا اقدام په داسې حال کښې دی چې صهیونیسټ رژيم په تیرو کلونو کښې په سیمه ئیز ډګر کښې د خپلو سیاستونو له ناکامۍ وروسته ډیره هڅه کړي ده د افریقا له هیوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي او هغه پراخې کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې افریقايي هیوادونو چې اکثرو یې توپیر او ځپنه تجربه کړي ده همدا اوس له مخکې څخه زیات او په خبر ډول د اسرائیلو او د هغه د غاصبانه سیاستونو پرضد دریځونه غوره کړي دي.
د اسرائیلو له اپاتائیډ رژیم سره د اړیکو په غوڅولو کښې د جنوبي افریقا د ملت او د حکومت اقدام د افریقا په لويې وچې او ټولې دنیا کښې د جنوبي افریقا رول او مقام ته په پام سره د نورو هیوادونو لپاره بیلګه ګرځیدلی شي چې وښي نړۍ د تیرې پیړۍ د یوه تر ټولو غمجنې نسل کشۍ په وړاندې بې تفاوته نه پاتې کیږي.