په غزې کې څلور ورځنی اوربند، نښې او لاملونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141952-په_غزې_کې_څلور_ورځنی_اوربند_نښې_او_لاملونه
د حماس د غورځنګ او د صهیونیسټي رژیم تر منځ د جنګ په ۴۷مه ورځ دواړو لورو په غزې کې د موقت اوربند لپاره هوکړې ته ورسېدل.
(last modified 2023-11-23T04:13:50+00:00 )
Nov 22, 2023 13:56 Asia/Kabul
  • په غزې کې څلور ورځنی اوربند، نښې او لاملونه

د حماس د غورځنګ او د صهیونیسټي رژیم تر منځ د جنګ په ۴۷مه ورځ دواړو لورو په غزې کې د موقت اوربند لپاره هوکړې ته ورسېدل.

 دغه اوربند چي د اسرائیلي رژیم او د حماس ترمنځ ورباندې هوکړه شوې ده، د څلورو ورځو لپاره به وي، ټاکل شوې ده چي حماس غورځنګ په یاده موده کې د صهیونیسټي رژیم ۵۰ اسیران خوشي کړي او په مقابل کې به هم صهیونیسټي رژیم باید ۱۵۰ فلسطیني اسیران خوشي کړي او غزې ته د بشردوستانه مرستو د ورتلو اجازه ورکړي.

اوربند باندې موافقه د قطر، مصر او امریکا د منځګړیتوب په نتیجه کې تر لاسه شوې ده، په دې خاطر د اوربند لپاره د هوکړې لومړی لامل د امریکا رضایت دی، دا په داسي حال کې ده چي امریکایانو له دې مخکې په ځلونو له اوربند سره، مخالفت کړی دی، ځکه چي اوربند یې د حماس غورځنګ په ګټه بللی، خو اوس ګواکې حالات بدل شوي، نو ځکه امریکایانو له اوربند سره موافقه کړې ده.

بله مساله چي له ۴۷ ورځو وروسته، د اوربند د رامینځته کېدو لامل شوی دی، په غزې کې د حماس د غورځنګ په ضد د صهیونیسټي رژیم د پوځي عملیات ناکامه کېدا ده، د نتانیاهو پوځیانو په خپلو علمیاتونو کې په غزې کې د اسرائیلي اسیرانو په موندلو او د هغوی په ژغورلو کې ناکامه شوي دي، په داسي حال کې چي صهیونیسټي رژیم حتی په غزې کې په روغتونونو، ښوونځیو او د ملګرو ملتونو په کیمپونو هم بریدونه وکړل او په دې باور وو چی حماس د دوی اسیران په روغتونونو، ښوونځیو او یا د ملګرو ملتونو له خوا په جوړو شویو پناه ځایونو کې ساتي. د اسیرانو د ازادولو لپاره د صهیونیسټي رژیم په ناکامه کېدو سره، په تېره اونۍ کې په نیواکي فلسطین کې مظاهرې او د حکومت په ضد فشارونه سخت زیات شوي دي، په نیواکي فلسطین کې مظاهره کوونکو د جنګ د بندولو او د خبرو اترو له لارې د اسیرانو د ازادولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.

یو بل ډېر مهم لامل چي اسرائیل رژیم یې اوربند ته مجبوره کړی په نړیواله سویه کې د عامه افکارو فشارونه دي، د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په غزې کې د صهیونیستانو له لورې د نسل وژنې په ضد پراخې مظاهرې شوي دي. مظاهره کوونکو نه یوازې د اسرائیل د رژیم په ضد شعارونه ورکړي بلکې له دغه رژیم څخه د امریکا او غربي هیوادونو په ملاتړ هم سختې نیوکې کړي دي.  په دا شان حالاتو کې امریکا هم په کور دننه کې او هم بهر کې د عامه افکارو له فشار سره مخ شو، نو په دې خاطر باندې صهیونیست رژیم یې د اوربند منلو ته تشویق کړ.

مهم مساله دا ده چي په غزې کې اعلان شوی اوربند د صهیونیست رژیم د ناکامتیا په معنا ده، صهیونیستي رژیم د غزې د خلګو په ضد د ۴۷ ورځو هراړخیزو بریدونو، بمبارونو او محاصرې وروسته، بیا هم په غزې کې د مقاومت په ځپلو او د خپلو اسیرانو په خوشي کولو بریالی شوی نه دی، او بلاخره مجبوره شو چي حماس سره خبرو ته کښیني او مذاکرات ورسره وکړي حال دا چي د اسرائیل رژیم لومړي وزیر نتانیاهو او نورو چارواکو په کراتو ویلي وه چي له حماس سره هیڅ ډول خبرې نه کوي، بلکې دا غورځنګ به هرو مرو له مینځه یوسي.

په فوځي ډګر کې د نه لاسته راوړنو د امله اوس صهیونیست رژیم د داخلي فشارونو د کمولو په هدف سره، د ۵۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو په وړاندې د حماس شرطونو ته غاړه ایښې ده. دا په داسي حال کې دی چي حماس غورځنګ سره، لاهم ۲۰۰ صهیونیست اسیران پاتي دي چي د اسرائیل رژیم سره په مقابله کې ورته د چنو د وهلو زیاته وړتیا ورکوي.

د اسرائیل د رژیم د کابینې غړی وزیر هم په دې مسالې باندې اعتراف کړی دی چي په داسي حال کې چي فوځي عملیات خپلې موخې نه دي پوره کړي، اوربند ته غاړه اېښودل د صهیونیست رژیم د ماتي معنا ورکوي، د صهیونیست رژیم د داخلي امنیت وزیر ایتمار بن ګویر له اوربند څخه د کرکې په اعلانولو سره، وویل: مونږ بیا ځلې د خپلمنځي شخړو کتونکي یو، د اسرائیل حکومت ستره تېروتنه کوي، د اسیرانو د تبادلې په لړ کې هر ډول موافقه د ماتې او د جنګ د کابینې د حماقت په معنا ده.