د غزې د شهیدانو شمېر له ۱۴ زرو واوښته
د غزې پر تړانګه د اسرائيلي رژيم د وحشيانه او پرلپسې بريدونو له امله د دغه جنايت له پيل څخه په ٤٧مه ورځ د شهيدانو شمېر ٤٥٣٢ تنو ته ورسېد.
د غزې د دولتي اطلاعاتو دفتر او د روغتیا وزارت دغه خبر اعلان کړ او زیاته یې کړه چې په دغو شهیدانو کې ۶۰۰۰ ماشومان او ۳۹۲۰ یې ښځې دي.
دغه دفتر همداراز زیاته کړه: د صهیونیسټي رژیم د حملو او بمباریو له امله څه دپاسه اوه زره کسان بې درکه شوي، چې له ۴۷۰۰ زیات یې ماشومان او ښځې دی.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) او د اسرائیلي رژیم تر منځ له ۴۵ ورځو جګړو او نښتو وروسته بالاخره پر یوه څلور ورځني موقت اوربند موافقه وشوه، چې په ترڅ کې یې د ۱۵۰ فلسطیني ښځو او ماشومانو په مقابل کې ۵۰ اسرایلي ښځې او ماشومان چې عمرونه یې له ۱۹ کلونو کم دي، پریښودل کېږي او د خوشې کېدونکو کسانو شمېر به د موافقې د پلي کېدو په راتلونکو مرحلو کې زیات شي.
د دغې موافقې له مخې به د غزې په سویل او شمال کې د اوربند د څلور ورځو په موده کې د اسرائيلي رژيم جنګي حملې او الوتنې هم د سهار له لسو بجو څخه د مازيګر تر څلورو بجو پورې د شپږو ساعتونو لپاره بندې وي. د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې به پر هېچا برید نه کوي او خلک به د غزې له شمال څخه سویل ته د صلاح الدین سړک په اوږدو کې د تېرېدو ازادي ولري.
په ورته وخت کې، د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون غیر دولتي موسسو ټینګار وکړ چې په غزه کې څلور ورځنی اوربند "ناکافي" دی.