غزې کښې د اوربند د تمدیدا لپاره خبرې روانې دي
Nov 27, 2023 04:38 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم او د فلسطین د حماس غورځنګ ترمینځ د څلور ورځې د اوربند د موافقې د وخت په ختمیدا پسې قطر د دغه موافقې د یوه مینځګړي هیواد په توګه د اوربند د موافقې د تمدیدولو لپاره د خبرو اترو خبر ورکړ.
د قطر په بهرنیو چارو وزارت کښې د نړیوالو ملګرتیاو په چارو کښې سلاکار وزیره میرمن « لولوه الخاطر» د اوربند د موافقې د دریم ورځې په مناسبت وویل د اوربند د تمدیدولو لپاره هڅې او تماسونه او یوه سیاسي بهیر ته د انتقالیدا کار روان دی.
د فلسطین حماس غورځنګ هم بیګا وویل چې په غزې تړانګې کښې د اوربند د تمدیدا لپاره به هڅه وکړي.
صهیونیسټ نیواکګر رژیم د تیرې اونۍ په اخر کښې د فلسطین د مقاومت ډلو پرضد عملیاتو کښې ماتي خوړل ومنل او مقاومت ډلو ته تسلیم شو.
ټیګونه