د فلسطین ملت به هیڅکله د دښمنانو سپیرو طرحوته تسلیم نشي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142822-د_فلسطین_ملت_به_هیڅکله_د_دښمنانو_سپیرو_طرحوته_تسلیم_نشي
د ایرنا د خبر له مخې اسامه حمدان په دې خبرې سره چې بنیامین نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه به په غزه کښې خپلو پوځي اهدافو ته ونه رسیږي وویل: مقاومت په پوره روغتیا کښې دی او په قدرت او اختیار سره د الاقصی طوفان د جنګ مدیریت کوي.
(last modified 2023-12-07T21:49:59+00:00 )
Dec 08, 2023 02:18 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملت به هیڅکله د دښمنانو سپیرو طرحوته تسلیم نشي

د ایرنا د خبر له مخې اسامه حمدان په دې خبرې سره چې بنیامین نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه به په غزه کښې خپلو پوځي اهدافو ته ونه رسیږي وویل: مقاومت په پوره روغتیا کښې دی او په قدرت او اختیار سره د الاقصی طوفان د جنګ مدیریت کوي.

 

د حماس غورځنګ یوه  مشر اسامه حمدان بیګا وویل: مقاومت له نیواکګرو سره مقابلې ته چمتو دی او د فلسطین ملت به هیڅکله د دښمنانو سبیروپلانونو ته تسلیم نه شي.

د ایرنا د خبر له مخې اسامه حمدان په دې خبرې سره چې بنیامین نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه به په غزه کښې خپلو پوځي اهدافو ته ونه رسیږي وویل: مقاومت په پوره روغتیا کښې دی او په قدرت او اختیار سره د الاقصی طوفان د جنګ مدیریت کوي.

د حماس دغه غړي دې ته په اشارې سره چې د دغې جګړې اصلي هدف د فلسطیني ملت تباهۍ او نسل وژنه ده، زیاته کړه: صهیونیسټي دښمن د کډوالو په مرکزونو کښې ملکي خلک شکنجه کړي دي.

د حماس دغه جګپوړي غړي وویل: د غزې په تړانګه کښې ۵۵ روغتونونه له کاره غورځیدلي  دي او یوازې څلور روغتونونه کار کوي او په غزه کښې د جنګ په نتیجه کښې څه دپاسه شپیته زره شهیدان او ټپیان شوي دي.