د فلسطین ملت به هیڅکله د دښمنانو سپیرو طرحوته تسلیم نشي
د ایرنا د خبر له مخې اسامه حمدان په دې خبرې سره چې بنیامین نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه به په غزه کښې خپلو پوځي اهدافو ته ونه رسیږي وویل: مقاومت په پوره روغتیا کښې دی او په قدرت او اختیار سره د الاقصی طوفان د جنګ مدیریت کوي.
د حماس غورځنګ یوه مشر اسامه حمدان بیګا وویل: مقاومت له نیواکګرو سره مقابلې ته چمتو دی او د فلسطین ملت به هیڅکله د دښمنانو سبیروپلانونو ته تسلیم نه شي.
د ایرنا د خبر له مخې اسامه حمدان په دې خبرې سره چې بنیامین نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه به په غزه کښې خپلو پوځي اهدافو ته ونه رسیږي وویل: مقاومت په پوره روغتیا کښې دی او په قدرت او اختیار سره د الاقصی طوفان د جنګ مدیریت کوي.
د حماس دغه غړي دې ته په اشارې سره چې د دغې جګړې اصلي هدف د فلسطیني ملت تباهۍ او نسل وژنه ده، زیاته کړه: صهیونیسټي دښمن د کډوالو په مرکزونو کښې ملکي خلک شکنجه کړي دي.
د حماس دغه جګپوړي غړي وویل: د غزې په تړانګه کښې ۵۵ روغتونونه له کاره غورځیدلي دي او یوازې څلور روغتونونه کار کوي او په غزه کښې د جنګ په نتیجه کښې څه دپاسه شپیته زره شهیدان او ټپیان شوي دي.