د نتانیاهو او د هغه د جنګ وزیر ګواښونه پوچ دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143028-د_نتانیاهو_او_د_هغه_د_جنګ_وزیر_ګواښونه_پوچ_دي
: د اسرائیلو دښمن په لبنان د خپلې ارادې د ورتپلو په موقعیت کښې نه دی.
(last modified 2023-12-11T21:49:26+00:00 )
Dec 12, 2023 02:17 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو او د هغه د جنګ وزیر ګواښونه پوچ دي

: د اسرائیلو دښمن په لبنان د خپلې ارادې د ورتپلو په موقعیت کښې نه دی.

 

دلبنان د حزب ا... د اجرایی شورا مرستیال  مشرپه یوه وینا کښې د حزب ا... غورځنګ او لبنان په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر او نورو چارواکو ګواښونه بې ځایه او  پوچ  وبلل او د لبنان پرضد یې د هرډول اقدام په وړاندې خبرداری ورکړ.

د العهد خبری سایټ د راپور له مخې، د لبنان د حزب ا... د اجرایی شورا مرستیال مشر  شیخ علی  دعموش وویل: د اسرائیلو دښمن په لبنان د خپلې ارادې د ورتپلو په موقعیت کښې نه دی.

ده ټینګار وکړ د نتانیاهو او د هغه د جنګ وزیر ګواښونه پوچ  او بې ارزښته دی، دښمن ښه پوهیږی چې مونږ د ګواښونو او تهدیدونو پروا نه لرو، ځکه چې مونږ د میدان او مقاومت خلک یو او له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۶ او همداراز د  ۲۰۰۶ کال ټولې تجربې هم دې خبرې ثبوت دی چې مونږ ه د دوی له ګواښونو نه وېرېږو او هر ځل چې پر مونږ برید وشو، د خپل هېواد او ملت لپاره مو بریا ترلاسه کړه.

ده  همداشان وویل: نن که دښمن په لبنان د بیا حملې فکر وکړي، نو د خدای په خوښه به د لبنان د هیواد او ملت  لپاره نوې بریا ترلاسه کړو.