صهیونیسټي رژیم په غزه کښې د معیوبینو کیمپ بمباري کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143138-صهیونیسټي_رژیم_په_غزه_کښې_د_معیوبینو_کیمپ_بمباري_کړ
د صهیونیسټي رژیم پوځ د خپلو بوږنوونکو جنایتونو په دوام کښې، په غزه کښې د معیوبو او معذورو کډوالو د ساتلو په ځاې باندې بمبار کړی دی.
(last modified 2023-12-13T23:27:51+00:00 )
Dec 14, 2023 03:54 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم په غزه کښې د معیوبینو کیمپ بمباري کړ

د صهیونیسټي رژیم پوځ د خپلو بوږنوونکو جنایتونو په دوام کښې، په غزه کښې د معیوبو او معذورو کډوالو د ساتلو په ځاې باندې بمبار کړی دی.

د غزې د مرکز النصیرات کیمپ لویدیځ اړخ ته د فلسطین د معیوبو کډوالو د ساتنې په ودانۍ باندې د صهیونیسټي رزیم د پوځ د حملې له امله ۲ فلسطینیان شهیدان او څو نور زخمي شول.

د صهیونیسټي رژیم پوځ همداشان د غزې په ختیځ کښې په آنروا آژانس پورې اړونده «الدرج» ښوونځی هم بمباري کړ او څو فلسطینیان یې شهیدان او ژوبل کړل.

اخوا د غزې په سویل کښې په خان یونس ښار کښې په یو کور باندې د بمبارۍ له امله هم یو فلسطینی شهید او څو نور ژوبل شول.

د ویلو ده چې د غزې خلاف د صهیونیسټي رژیم په روانو بریدونو کښې د فلسطیني شهیدانو شمیر ۱۹ زرو ته نزدې شوی دی.