د اسرائیل د رژیم لومړي وزیر ته د صهیونیست اسیرانو پیام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143406-د_اسرائیل_د_رژیم_لومړي_وزیر_ته_د_صهیونیست_اسیرانو_پیام
د حماس د غورځنګ فوځي څانګې د صهیونیستي اسیرانو څخه یوه ویډیویي پیغام خپور کړی چي هغوی د اسرائیل د رژیم لومړي وزیر او کابینې ته په خطاب کې خبرې په کښې کړي دي.
(last modified 2023-12-19T05:13:17+00:00 )
Dec 19, 2023 09:39 Asia/Kabul
  • د اسرائیل د رژیم لومړي وزیر ته د صهیونیست اسیرانو پیام

د حماس د غورځنګ فوځي څانګې د صهیونیستي اسیرانو څخه یوه ویډیویي پیغام خپور کړی چي هغوی د اسرائیل د رژیم لومړي وزیر او کابینې ته په خطاب کې خبرې په کښې کړي دي.

په یاد پیغام کې درې بوډا صهیونیست اسیران وایي چي د اسرائیل د رژیم د فوځ په جوړولو کې یې مهم کردار ادا کړی دی او دغه رژیم یې باید خوشي کولو لپاره اقدام وکړي.

هغوی وایي چي نه غواړي د صهیونیست رژیم د هوایي بریدونو ښکار شي بلکې غواړي له کوم شرط او قید پرته خوشي کړای شي.

له هغه وروسته چي د صهیونیست رژیم لومړي وزیر وویل چي د اسیرانو د خوشي کېدو لپاره په حماس غورځنګ باندې فشارونه زیاتوي، حماس دغه ویډیو خپره کړه او د اسیرانو په برابر یې صهیونیست رژیم ته خبرداری ورکړ چي وخت مو په ختمېدو دی.

له بلې خوا، د صهیونیستي رژیم د فوځ ویاند دانیل هاګاری د حماس له لورې د یادو ویډیوګانو خپرای یوه ټرهګریز اقدام بللی او ادعا کړې ده چي فوځ به د دغو اسیرانو د راستنولو لپاره هر ډول اقداماتو ته لاس پوري کړي.

هغه ویلي دي چي فوځ په غزې کې د ځمکني جنګ له لارې به د صهیونیست اسیرانو د خوشي کولو لپاره عملیات ته دوام ورکړي.

د اسرائیل د جنایتکار رژیم د فوځ ویاند په داسي حال کې حماس غورځنګ ترهګر بولي چي دغه رژیم تر دې دمه په غزې کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰ زره فلسطینیان شهیدان کړي او د معاصر تاریخ تر ټولو لویه عام وژنې ته دوام ورکوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت له راپور سره سم، د اسرائیل د رژیم د بریدونو په دوام سره، په غزې کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۱۹ زره او ۴۵۳ تنو ته رسېدلي او د ټپیانو شمېر هم له ۵۲ زرو څخه اوښتی دی.