اسرائیلو اوویشت نور فلسطینیان شهیدان کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143502-اسرائیلو_اوویشت_نور_فلسطینیان_شهیدان_کړي_دي
الجزیرې ټیلي ويژن راپور راکړی د فلسطین رسنیو د غزې په جنوب باندې د بمباریو په نتیجه کښې د کابو اوویشتو فلسطینیانو د شهیدیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-12-21T06:23:35+00:00 )
Dec 21, 2023 08:18 Asia/Kabul
  • اسرائیلو اوویشت نور فلسطینیان شهیدان کړي دي

الجزیرې ټیلي ويژن راپور راکړی د فلسطین رسنیو د غزې په جنوب باندې د بمباریو په نتیجه کښې د کابو اوویشتو فلسطینیانو د شهیدیدا خبر ورکړ.

د صهیونیسټ رژيم عسکرو نن سهار وختي په غزې تړانګې باندې د حملو په دوام کښې د غزې تړانګې په جنوب کښې په خان یونس سیمه کښې د دوو فلسطینیانو په کورونو باندې بمبارې وکړې چې له کبله یې اوویشت فلسطینیان شهیدان شول او په لسګونو نور ژوبل هم شول.

د صهیونیسټ رژیم عسکرو دغه راز د غزې تړانګې په شمال کښې په جبالیا سیمه کښې د فلسطین د سرې میاشتې مرکز هم کلابند کړی.

د روان میلادي کال د تیرې اکتوبر میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه پورې په غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو باندې د اسرائیلو د ظالم او د جنایتکار رژیم په حملو او بمباریو کښې څه د پاسه شل زره فلسطینیان شهیدان شوي دي چې اته زره پکښې ماشومان او شپږزره پکښې ښځې شاملي دي.

د اسرائیلو په حملو کښې دغه راز دوه پنځوس زره او شپږ سوه کسان ژوبل شوي هم دي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.

د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا کیمپ ته نږدې د صهیونیسټ عسکرو او د مقاومت د جنګیالیو ترمینځ سخت جنګونه شوي دي او اسرائیلو هم د دریو نورو عسکرو د وژل کیدا خبر تائید کړی دی.

د اسرائیلو نیواکګر پوځیان جبالیا سیمې ته د ورتلو هڅه کوي خو د مقاومت جنګیالي د دغه کار د مخنیوي هڅه کوي.