د امنیت شورا پریکړه لیک ته د حماس غبرګون
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د غزې پورې اړوند د امنیت شورا وروستی پریکړه لیک کمزورې وباله.
د حماس غورځنګ د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د غزې په هکله د امنیت شورا وروستی پریکړه لیک، کمزوری وبلل او اعلان وکړ چي دا پرېکړه لیک په غزې کې له روان ناوړین او د فلسطینیانو له اړتیاو او غوښتنو سره، سمون نخوري.
حماس غورځنګ زیاته کړې چي د امریکا دولت، پریکړه لیک په داسي ډول تنظیم کړی دی، چي په کښې د اسرائیل د رژیم نیواکګرو ځواکونو ته د عام وژنې او د جنایاتو اجازه ورکول شوې ده.
حماس یادونه وکړه چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، باید اسرائیل رژیم مجبوره کړي چي د غزې ټولې سیمې ته، په تېره بیا د غزې شمال ته د بشري مرستو د ورتګ له مخنیوی څخه لاس واخلي.
تېره شپه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یوه پریکړه لیک تصویب شو چي په کښې له غزې سره د بشري مرستو د تر سره کېدو په ضرورت ټینګار شوی دی.