د غزې په شمال کې د لسګونو صهیونیستي فوځیانو مرګژوبله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143800-د_غزې_په_شمال_کې_د_لسګونو_صهیونیستي_فوځیانو_مرګژوبله
تېره ورځ د غزې په شمال کې د حماس د مبارزینو په برید کې ۴۰ صهیونیست فوځیانو ته مرګژوبله ور اوښتې ده.
(last modified 2023-12-26T09:39:04+00:00 )
Dec 26, 2023 14:06 Asia/Kabul
  • د غزې په شمال کې د لسګونو صهیونیستي فوځیانو مرګژوبله

تېره ورځ د غزې په شمال کې د حماس د مبارزینو په برید کې ۴۰ صهیونیست فوځیانو ته مرګژوبله ور اوښتې ده.

د ایرنا له راپور سره سم، د حماس د غورځنګ د فوځي کنډکونو ځواکونه القسام، د صهیونیستي رژیم پیاده ځواکونه چي په د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمه کې په یوه ودانۍ کې پټ شوي وه، په توغندی وویشته چي د امله یې ۴۰ صهیونیستي فوځیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د قسام کنډکونو همدارنګه د غزې په الدرج او تفاح سیمو کې د صهیونیست رژیم ۹ ټانګونه او فوځي ګاډې سوځولې دي.

خان یونس کې هم صهیونیستي ځواکونو باندې په یوه کور کې بمي چاودنه شوې چي ګڼ شمېر صهیونیست فوځیانو ته په کښې مرګژوبله اوښتې ده.

په داسي حال کې چي صهیونیستي رژیم په غزې کې د فوځي عملیات په دوام ټینګار کوي خو کارپوهان وایي چي دغه رژیم له حماس سره په مقابلې کې ماته خوړلې ده.