د یمن د سولې طرحه په عربستان کې لاسلیک کیږي
خبرې سرچینې ویلي دي چي په یمن کې د سولې طرحه په راتلونکې میلادي میاشته کې په سعودي عربستان کې د دواړو لورو تر مینځ لاسلیک کیږي.
یو یمنی ډیپلومآټ د روسیې اسپیوټنیک ته ویلي چي د یمن د سولې د طرحې لاسلیک په راتلونکې میلادي میاشته کې په مکه شریفه کې تر سره کیږي.
هغه ویلي چي ملګري ملتونه، عربستان او عمان په مکې شریفه کې د سولې د دغې طرحې د لاسلیکولو د مراسمو لپاره، تیاری نیسي.
د هغه په وېنا، عربستان منلی دی چي د ټوله یمن د حکومتي کارکوونکو د یوې میاشتې تنخوا ورکړي او د یمن د تېلو او د ګازو د صادراتو بندیز ختم کړي څو یمن وکولایشي خپل تېل او ګاز خرڅ کړي او عاید تر لاسه کړي.
دوې ورځې مخکې هم دیمن په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی هانس ګرانډبرګ د سولې د یوې طرحې د چمتو کېدو خبر ورکړی وو، چي د سعودي عربستان د خارجه وزارت له هرکلی سره مخ شو.