په نیواکي فلسطین کې برق بند شوی
Dec 26, 2023 14:17 Asia/Kabul
تېره شپه د صهیونیست رژیم پورې اړوندو رسنیو د نیواکي فلسطین په مختلفو سیمو کې د برق د بندېدو خبر ورکړی دی.
که څه هم د صهیونیست رژیم رسنیو د برق د بندېدو لامل سایبري برید بلل لیکن د اسرائیل د رژیم د برېښنا شرکت اعلان وکړ چي د دې رژیم د برېښنا د تولیدولو یوه برېښناکوټ له کار لوېدلی دی.
تېره شپه د نیواکي فلسطین په حیفا، دیمونا، عسقلان، ریشون لتسیون، جفعتایم، روش هعین، بنی برات، رمات ګان، یاکنعام، بیتح تکفا، بئرالسبع او رعنانا ښارونو کې برق بند شو.
په تېرو میاشتو کې د صهیونیست رژیم په فوځي، امنیتي او مدني مرکزونو باندې زیات سایبري بریدونه شوي او هېک شوي دي.