د حماس مشر:
د العاروري ترور ته به سخت ځواب ورکړو
د حماس د غورځنګ مشر اسامه حمدان ویلي چي د شهید صالح العاروري ترور به د مقاومت د مبارزینو له مناسب ځواب سره مخ شي.
د حماس د غورځنګ مشر اسامه حمدان رسنیو ته وویل: د العاروري ترور ته د ځینو نړیوالو غبرګونونه چټي او ظاهري بڼه لري.
هغه زیاته کړه: موږ له لوېدیځو هېوادونو څخه غواړو چي د فلسطین د ولس پر ضد د صهیونیسټي رژیم د جنایاتو د بندولو لپاره اقدام وکړي.
د حماس د غورځنګ دغه جګپوړي غړي ویلي: واشنګټن د غزې پر تړانګې باندې د اسرائیلي رژیم د یرغل زمینه برابره کړي او د العاروري ترور هم د دغه یرغل یوه برخه ده.
حمدان جوته کړه: د واشنګټن دغه پلمه چي د العاروري له تروره خبر نه وو، له سیاسي مسئولیت څخه د تېښتې په معنا ده.
هغه زیاته کړه چي د العاروري ترور به د فلسطین او د مقاومت له غبرګون سره مخ شي او د هر ډول اقدام امکانات موجود دي.
تېره شپه صالح العاروري په لبنان کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال، سمیر فندي او عزام الاقرع پوځي قومندانان، محمود زکي شاهین، محمدالرئیس، محمد بشاشه او احمد حمود د لبنان په پلازمینه بیروت کې د اسرائیلي رژیم له خوا په هوایي برید کې په شهادت ورسېدل.