د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند:
د حشد الشعبي په مرکز د برید مسئولیت امریکایانو ته ورګرځي
د عراق حکومت د دې هیواد په پلازمینې بغداد کې د الحشد الشعبي د سازمان په مرکز باندې د برید مسئول امریکایان وباله او اعلان وکړ چي دا یو ټروریستي برید دی.
تېره ورځ د عراق په پلازمینې بغداد کې د الحشد الشعبي د ولسي ځواکونو ۱۲ لوا د امریکا د بې پیلوټو الوتکو له خوا په نښه شوه، چي د امله یې د دې سازمان یو جګپوری قومندانان الحاج ابوتقوا السعیدی او مرستیال یې شهیدان او ۶ تنه نور ټپیان شول.
د عراق د واع خبري اژانس له راپور سره سم، د دې هیواد د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندانۍ ویاند جنرال یحیی رسول د دغه برید په غبرګون کې وویل: د عراق په امنیتي ارګانونو برید د منلو نه دی او دا ډول بریدونه له بهرنیو ځواکونو سره، زمونږ هوکړې ته زیان رسوي.
هغه زیاته کړه: مونږ دا یو پاروونکی اقدام او په عراق باندې یو خطرناکه برید بولو چي په عراق کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له اجنډا سره سمون نه خوري.
د امریکایانو د دغه ټروریستي برید نه وروسته، د عراق حکومت د دې هیواد د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په مشرۍ بېړنیزه غونډه وکړه.
دا په داسي حال کې دی چي د عراق حشد الشعبي ځواکونه په دغه هیواد کې د امریکایانو له شتون سره مخالفه دي او د فلسطین له مقاومتي ډلو څخه ملاتړ کوي.