د یو شمېر صهیونیسټي ځواکونو نیول
د فلسطین د مجاهدین غورځنګ د پوځي څانګې ویندوی ابو بلال د یکشنبې په شپه په یوه ویډیویي راپور کې د صهیونیسټي رژیم د پوځي مرکزونو پرضد د دغې ډلې د عملیاتو خپور شوي را پور کې ویلي، ځواکونو یې د یاد رژیم یو شمېر پوځیان نیولي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، ابو بلال وویل: د دغه کنډک ځواکونو د اکتوبر د اوومې نیټې په حمله کې د غزې په شاوخوا کې د صهیونیسټانو د میشت ځایونو او د غزې د پوځ د اډو په ویجاړولو کې برخه اخیستې او د نورو وروڼو ډلو سره یې یو ځای ګڼ شمېر صهیونیسټان نیولي دي.
هغه وویل: په غزه کې د جنګ له پیله تر اوسه موږ د اسرائیلو ۲۷ زغره وال ګاډي په راکټونو او بمونو تباه کړي دي.
نوموړي وویل: موږ د غزې په شاوخوا کې د صهيونيسټانو په ميشتو سيمو باندې ٦٩ ځله توغندي توغولي دي، په دې ډول چې زموږ مجاهدينو د دښمن ځواکونه او پوځي تجهيزات ٤٩ ځله په نښه کړي دي.
هغه همداشان اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم شپږ چورلکې د دغې مجاهدې ډلې له خوا په نښه شوې او زیاته یې کړه: موږ د القسام له کنډکونو سره په ګډو عملیاتو کې د اسرائیلو درې هرمیس ۹۰۰ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې.
ابو بلال ویلي: په یو بې ساري عملیاتو کې مو د غزې په ساحل کې د اسرایلو یوه جنګي بېړۍ هم په یوه سایر راکټ سره په نښه کړه.
هغه په دوام کې زیاته کړه: د صهیونیسټي پوځیانو په نهم لړۍ کې هم د قلات ضد او پرسونل ضد راکټونو سره د صهیونیسټي پوځیانو مرکزونه په نښه شول او یو زیات شمېر یې مړه او ژوبل کړل.
ابو بلال وايي: 47 ځله موږ د دښمن له ځواکونو سره مستقیمه مقابله وکړه.
بل خبر دا چې د اشغال شوې سیمې په بئر شیبه کې د سوروکا روغتون د یکشنبې په شپه اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې اته نور ټپیان شوي عسکر دغه روغتون ته انتقال شوي دي.
د سوروکا روغتون چارواکو اعلان وکړ، چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، دغه روغتون ته ۲۴۷۸ ټپي شوي اسرائیلي پوځیان انتقال شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دغه روغتون ته د لېږدول شويو ۱۴ پوځیانو حالت لا هم نازک دی او ۳۵ عسکر تر درملنې لاندې دي.
د بندیانو د تبادلې په پروګرام کې د تل ابیب پراخوالی د خبرو اترو د ناکامۍ او په پای کې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بیا پیلېدو سبب شو.
په غزې تړانګه کې د موقت اوربند له ختمېدو وروسته د جمعې له سهار راهیسې د صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو په دغه سیمه بمباري پیل کړې ده، چې په ترڅ کې یې له ۲۲ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي او څه دپاسه ۵۸ زره نور ژوبل شوي دي.