په غزه کې ۲۲ صهیونیسټي پوځیان په هلاکت ورسېدل
د عزالدین القسام لوا ویاند ابو عبیده د سه شنبې په ماښام په غزه کې د ۲۲ صهیونیسټي پوځیانو د هلاکت خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، ابو عبیده په دې خبرې سره چې د القسام ځواکونو په تېرې اونۍ کې د اسرائیلو ۴۲ پوځي وسایط له منځه وړي دي، د دغو پوځیانو له خوا د ۵۲ پوځي ماموریتونو له ترسره کېدو خبر ورکړ او وویل: په دغو ماموریتونو کې زموږ مجاهدینو، صهیونیسټي ځواکونه په هاوانونو، د پرسونل ضد بمونو او په ماشیندار سره په نښه کړي دي.
شهاب خبري آژانس راپورورکړی، کله چې اسرائیلي پوځیان په غزه کې د مقاومت د دوو تونلونو لارې ته ورسېدل، د القسام ځواکونو په لارو کې چاودنه وکړه چې له امله یې ګڼ شمېر اسرائیلیان مړه او ژوبل شول .
ابو عبیده همداراز د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو پر یوې الوتکې باندې د القسام ځواکونو له خوا له ځمکې څخه هوا ته د توغندي ویشتلو ته په اشارې سره وویل: زموږ ځواکونو د اسرائیلو دوه بې پیلوټه جاسوسۍ الوتکې وویشتلې.
بل خبر دا چې، د یمن یوې پوځي سرچینې د سه شنبې په شپه الجزیرې ته وویل: د دغه هېواد پوځ په سور سمندرګي کې یوه بیړۍ په نښه کړې ده.
الجزیرې د دې کښتۍ هویت نه دی په ډاګه کړی.
یمني چارواکو تر اوسه په سور سمندرګي کې پر کښتۍ د برید په اړه د الجزیرې د خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.