د یمن د انصارا...په اړه د بایډن د حکومت متضاد دریځونه
دریمه روده هم انصارا... ته یو غلونکی وړاندیز دی چې د نیواکی سیمو په لور د بیړیو د بریدونو د بندولو په بدل کې د انصارا... غورځنګ په رسمیت وپیژنی .
د یمن له انصارا...سره د بایډن د دولت وروستی چلند د واشنګټن د لالهندۍ ښودنه کوی .
په امریکا کې د جوبایډن له حکومته شاوخوا درې کاله تېر شول. د یمن د انصارا...په اړه د امریکا متضاد دریځونه د یمن د دغه غورځنګ په اړه د واشنګټن د لالهندۍ نښه ده. واشنګټن له یوې خوا د انصار...او یمن په خلاف د بشری حقوقو ادعاوی کوی او له بلې خوا د صهیونیسټانو د ګټو په خاطر انصارا...ترهګرګڼی او پرضد یې پوځی اقدام کوی . د بایډن حکومت تر اوسه د یمن د انصارا... په اړه درې کړچارونه او نظرونه خپل کړي دي.
د بایډن دحکومت په پیل کې لومړی دریځ غوره شو او انصارا... د ترهګرو له لیسته وایستل شو. د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ میاشت کې د یمن د انصارا... غورځنګ نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ وایستل. په هغه بیانیه کې چې په همدې موخه د امریکا د خزانې وزارت په ویب پاڼه کې خپره شوې، ویل شوي: د ترهه ګرو سازمانونو په لست کې د یمن د انصارا... غورځنګ د شاملولو پریکړه به نن د ۲۰۲۱ کال د فرورۍ له ۱۶ نیټې لغوه شي. د بدلونونو په صورت کې دا غورځنګ به نور د بندیزونو مقرراتو ، نړیوالی ترهه ګرۍ، د بهرنیو ترهګرو سازمانونو د بندیز مقررات یا اجرایی فرمان 13224 کې شامل نه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم اعلان کړی و چې د بشردوستانه ملاحظاتو پر اساس او د یمن جګړه ځپلي او بحران ځپلي هیواد ته د بشري مرستو د استولو د اړتیا له امله به د انصارا... غورځنګ د ۲۰۲۱ فرورۍ په شپاړسمه نیټه د ترهه ګرو سازمانونو له لیست وایستل شي.
دویمه او دریمه روده په وروستیو ورځو کې غوره شوې چې د غزې له جګړې سره تړاو لري. یمنیانو په دې وروستیو اونیو کې څو ځله د اسرائیلو په بیړیو یا هغو بیړیو چې د نیواکی فلسطین په لور ورځی ، بریدونه کړي دي. د یمن ولس دغه اقدام د غزې د خلکو د دفاع او په غزې د صهیونیسټانو د نسل وژنې د بندولو په هدف ترسره کړ. د تیرې جمعې په ورځ امریکا او انګلستان د یمنیانو د حملې د بندولو په هدف د دغه هیواد ځینې سیمې په نښه کړې وې. دا بریدونه په راتلونکو ورځو کې تکرار شوي، خو د یمن په پلازمینه صنعا کې میشت د ملي نجات حکومت اعلان وکړ چې دوی به د نیواکی فلسطین لپاره د کښتیو په ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. د دغه وضعیت په دوام کښې د امریکا ولسمشر جوبایډن د یمن د انصار ا... په مرکزونو له حملې وروسته دغه غورځنګ ترهګر وبلل. د بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو غږمله کونکي جان کربي نن په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا په یمن کې د انصارا...غورځنګ وضعیت څېړي خو تر اوسه یې د هغه د ترهګرو د اعلانولو پرېکړه نه ده کړې.
دریمه روده هم انصارا... ته یو غلونکی وړاندیز دی چې د نیواکی سیمو په لور د بیړیو د بریدونو د بندولو په بدل کې د انصارا... غورځنګ په رسمیت وپیژنی .د انصار ا... د سیاسی دفتر غړی«محمد البخیتی» د ګل په شپه له العربی چینل سره په مرکه کښې څرګنده کړه چې امریکا د صنعا په چارواکو د خپلو ګواښونو له بی اغیزوالی وروسته ناهیلې شوې ده.
د عمان له لارې څو خواخوږي پیغامونه واستول او صنعا ته یې وړاندیز وکړ چې د اسرائیلو پر ضد د عملیاتو د درولو او په سور سمندرګي کې د بریدونو د پای ته رسولو په بدل کې به د صنعا حکومت په رسمیت وپیژني او ټولې سیمه ایزې یا داخلي بازوان پریږدي. البخیتي په دوام کښې ټینګار وکړ چې دغه وړاندیز د صنعا د چارواکو لخوا د یمن د انقلاب د رهبر سید عبدالملک الحوثي په مشرۍ رد شو او امریکايي چارواکو ته یې تاکید وکړ چې د یمن او فلسطین دوې دوسیې له یو بل جلا دي