د صهیونیسټي رژیم اقتصاد د سقوط په حال کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145106-د_صهیونیسټي_رژیم_اقتصاد_د_سقوط_په_حال_کښې_دی
د اسراييلو اقتصادي ورځپاڼې Calcalist په خپله وېبپاڼه کې ليکلي، چې نن اسراييل د يوه ستر اقتصادي ناورين شاهد دی، چې د جګړې په سيوري کې رامنځته شوې دی.
(last modified 2024-01-22T04:55:40+00:00 )
Jan 22, 2024 09:23 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم اقتصاد د سقوط په حال کښې دی

د اسراييلو اقتصادي ورځپاڼې Calcalist په خپله وېبپاڼه کې ليکلي، چې نن اسراييل د يوه ستر اقتصادي ناورين شاهد دی، چې د جګړې په سيوري کې رامنځته شوې دی.

د غزې تړانګې د اوسیدونکو په ضدد صهیونیسټي رژیم د تیریو دوام نه یوازې په ټوله نړۍ کښې د دغه رژیم څیره  له  مخکې زیاته کرکجنه  کړی ده  بلکې د دغه رژیم په اقتصاد یې هم منفي اغیز کړی دی.

  د اسراييلو اقتصادي ورځپاڼې  Calcalist په خپله وېبپاڼه کې ليکلي، چې نن اسراييل د يوه ستر اقتصادي ناورين شاهد دی، چې د جګړې په سيوري کې رامنځته شوې دی.

کارپوهانو د اسرایلي اقتصادي ورځپاڼي Calcalist ته ویلي چې د بیت المقدس او تل ابیب په څیر ښارونو ته زیانونه له  متوسط ډیر دي، په تل ابیب کې بیکارۍ 5.3 فیصدو ته رسیدلې، پداسې حال کې چې پدې ښار کې د کریډیټ کارډونو په کارولو کې هم  په  تیره  نومبر میاشت کی ۳۰ فیصده کموالې راغلی دی .

په قدس کې د بېکارۍ کچه په نومبر کې د الاقصی طوفان عملیاتو له پیل مخکې له 3.4٪   څخه اوه فیصدو ته او د کریډیټ کارډ کارول په نومبر کې 7٪ او په دسمبر کې 10٪ کم شوي.