د سیمې هېوادونه باید د امریکا په دوکه کې رانشی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145120-د_سیمې_هېوادونه_باید_د_امریکا_په_دوکه_کې_رانشی
د یمن د ملی نجات د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر دغه راز په ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د یمن د دریځ ملاتړ وکړی او اجازه ورنکړی چې د امریکا د دسیسو ښکار شی.
(last modified 2024-01-22T07:33:51+00:00 )
Jan 22, 2024 12:02 Asia/Kabul
  • د سیمې هېوادونه باید د امریکا په دوکه کې رانشی

د یمن د ملی نجات د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر دغه راز په ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د یمن د دریځ ملاتړ وکړی او اجازه ورنکړی چې د امریکا د دسیسو ښکار شی.

د یمن د ملی نجات د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر محمد عبدالسلام د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د امریکا په دوکه کښې نه شی.

د ایرنا د خبر له مخې عبدالسلام د په سور سمندرګي کښې د بدلونونوپه هکله د عمومي افکارو د ګمراه کولو لپاره د امریکا ښکاره کوششونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د یمن وسله وال ځواکونه یوازې د صهیونیسټ رژیم بېړۍ او یا هغه بېړۍ په نښه کوي چې هدف یې صهیونیسټ رژیم وی ، ترڅو صهیونیسټي اپارتایډ رژیم په غزې خپل بریدونه پای ته ورسوي.

د یمن د ملی نجات د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر دغه راز په ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د یمن د دریځ ملاتړ وکړی او اجازه ورنکړی چې د امریکا د دسیسو ښکار شی.

په پای کې د یمن د ملي نجات د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر یادونه وکړه چې یمن به د خپل ځان د دفاع د حق له اصولو سره سم هیڅکله اجازه ورنکړي چې حاکمیت یی  تر پښو لاندې شی  او د هر ډول تیري  په وړاندی به بیکاره پاتې نشی .