اسرائیلو ته د امریکا نورې وسلې هم ورسیدې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم دولسم(۱۲) ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د امریکا یوشمیر نوي وسلې نیواکي فلسطین(اسرائیلو ) ته رسیدلي دي.
د امریکا په دغو نویو وسلو کښې لسګونه ایف پینځه دیرش او ایف پینځلس جنګي الوتکي او اپاچي هیلي کوپټرونه شامل دي.
دغه راپور په داسې حال کښې خپور شوی چې د فلسطین د حماس غورځنګ لوړتبه غړي «اسامه حمدان» وویل امریکا تراوسه اسرائیلو ته دوه سوه دیرش جنګي الوتکې او شل بار وړونکي کشتۍ چې وسلې پکښې بار دي استولي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت هم د اسرائیلو په حملو کښې د شهیدان شویو فلسطینیانو شمیر شپږویشت زره اعلان کړی او څلورشپیته زره او یوسل لس نور ژوبل شوي هم دي.
د اسرائیلو نیواکګر رژيم د امریکا، د بریتانیا او د اروپايي هیوادونو په جوړولو وسلو سره د فلسطین بې ګناه او مظلوم خلک وژني او د دنیا اکثره هیوادونه یوازې تماشه کوي او د اسرائیلو جنایتونه نه غندي.
د فلسطین د غزې تړانګې او د نورو سیمو پرضد د جنګ مدیریت د امریکا پرغاړه دی.