امریکا په سیمه کښې د جنګ د زیاتولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145750-امریکا_په_سیمه_کښې_د_جنګ_د_زیاتولو_هڅه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لبنان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر« مجتبی اماني» د امریکا په لاسوهونکو سیاستونو باندې نیوکې سره واشنګټن په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو په نسل کشۍ کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې شریک وباله.
(last modified 2024-02-04T19:58:39+00:00 )
Feb 05, 2024 00:24 Asia/Kabul
  • امریکا په سیمه کښې د جنګ د زیاتولو هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لبنان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر« مجتبی اماني» د امریکا په لاسوهونکو سیاستونو باندې نیوکې سره واشنګټن په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو په نسل کشۍ کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې شریک وباله.

هغه په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې امریکا د فلسطین په غزې  تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې شریکه وبلله او په سیمه کښې د جنګ د پراختیا مسووله یې هم وګڼله.

په لبنان کښې د ایران سفیر مجتبی اماني صهیونیسټ رژيم ته د سمندر او د هوا له لارې د څه د پاسه دوه سوه پوځي تجهیزاتو او پیټیو استول ، په غزې تړانګه کښې د جنایتونو د بندولو لپاره د  ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پرضد د ویټو له حق څخه استفاده کول، له صهیونیسټ رژیم سره د امریکا مالي او سیاسي مرستې او د عراق ، د سوریې او د یمن د واکمنۍ خلاف ورزۍ کول د فلسطین له مظلومو خلکو سره په جنګ کښې د واشنګټن د مشارکت اصلي دلایل وبلل.

د امریکا چارواکي د فلسطین د غزې تړانګې د نسل کشۍ او د خلکو په پراخه سویه له وژل کیدا سره سره د اسرائیلو په جنایتونو باندې سترګې پټولو سره دغه نسل کشۍ د ځان د دفاع لپاره د اسرائیلو  حق ګڼي او دا په خپله د واشنګټن د بشري ضد او د دوه ګوڼه سیاستونو بیانونکي ده.

په تیرو څلورو میاشتو کښې د امریکا خلکو د  لسګونو مظاهرو او غونډو په ترسره کولو سره د خپلو چارواکو د  مجرمانه او د دوکه ورکونکو سیاستونو پرضد اعتراضونه څرګند کړي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان پراساس د اسرائیلو لخوا د جنګ له پیلیدا  راهسې تراوسه اوویشت زره او دوه سوه اته دیرش فلسطینیان شهیدان او شپږ شپیته زره او څلور سوه دوه پنځوس نور ژوبل شوي چې څه د پاسه اویا فیصده یې ماشومان او ښځې دي.