Feb 09, 2024 07:46 Asia/Kabul
  • د غزې او فلسطین په هکله په ریاض کښې د شپږو عرب هیوادونو مشتوري غونډه

د غزې او فلسطین په هکله په ریاض کښې د شپږو عرب هیوادونو مشتوري غونډه

د سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، قطر، مصر او  اردن د بهرنیو چارو وزیرانو او د فلسطین د ازادۍ د سازمان(پي ایل او) د اجرایي کمیټې منشي بیګا مخکې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې غونډه وکړه او په غزې او سیمه کې د روانو حالاتو او پرمختګونو په اړه یې صلاح مشورې وکړې.

د سعودي عربستان د الریاض ورځپاڼې د راپور له مخې، ګډونوالو په ۱۹۶۷ کال کې د ختیځ بیت المقدس د پلازمېنې په توګه د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو او د فلسطین د کډوالو د مرستې او کارموندنې له ادارې (UNRWA) سره د مرستې غوښتنه وکړه او د دې ادارې له ملاتړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې؛ خپل ژمنې پوره کړي.

د یو بل خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې څو ساعته مخکې له نیواکي فلسطینه وتلی، له خپل سعودي همرتبه سره یې د غزې د کړکیچ د دایمي پای ته رسولو د هڅو په اړه خبرې وکړې.دواړه به د غزې ملکي وګړو ته د بشري مرستو د زیاتولو لپاره پراخې همغږۍ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، انتوني بلینکن همداشان فیصل بن فرحان ته د اسرائیلي رژیم له چارواکو سره د خپلو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل.

د ویلو ده چې عبراني رسنیو څو  ساعته مخکې راپور ورکړ چې بلینکن د اوربند لپاره د نتانیاهو په قانع کولو کې پاتې راغلی دی.

 

ټیګونه