د غزې په جنوب کښې ۱۱ صهیونیسټي پوځیان هلاک شول
د ایرنا د خبر له مخې د خان یونس په سیمه کښې د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په کمین کښې د دغه رژیم د یوشمیر افسرانو په شمول د اسرائیلو د دښمن لږ تر لږه ۱۱ کسان هلاک شول.
خبری سرچینو نن سهار خبر ورکړی دی چې د غزې په جنوب کښې په خان یونس کښې د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په کمین کښې ۱۱ صهیونیسټی پوځیان هلاک شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د خان یونس په سیمه کښې د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په کمین کښې د دغه رژیم د یوشمیر افسرانو په شمول د اسرائیلو د دښمن لږ تر لږه ۱۱ کسان هلاک شول.
غیر رسمي صهیونیسټي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه رژیم د پوځ ویاند دانیل هاګاري نن په خان یونس کښې د یو شمیر اسرائیلي پوځیانو د وژل کیدو په هکله راپور وړاندې کوي.
بل خبر دا چې د لبنان حزب ا... له لبنان سره پر پوله د اسرائیلي پوځیانو او تاسیساتو پر ضد د څلورو بریدونو خبر ورکړ .
د لبنان حزب ا... همداراز د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې پرون یې په بریالیتوب سره د اسراییلو د پوځ یوه جاسوسي بې پیلوټه الوتکه کنټرول کړه.
د حزب ا... عملیات د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل او په عین حال کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم له تیریو یوازې یوه ورځ وروسته پیل شول.
په دې لړ کښې صهیونیسټی رسنیو په ځلونو اعتراف کړی دی چې حزب ا... هماغه راز د فلسطین د نیواکي سیمو په شمال کښې برلاسه دې او په دغه سیمه کښې د اسراییلو پوځ په لومه کې ښکیل شوی دی .