د غزې د بیا رغولو لګښت به شل میلیارډ ډالره وي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146304-د_غزې_د_بیا_رغولو_لګښت_به_شل_میلیارډ_ډالره_وي
د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې، کوزول رائټ ټینګار وکړ چې غزه د اسراییلو د څلورو میاشتو بې توپیره بمباریو له امله رامینځته شوي ویجاړتیا د خلاصون لپاره نوي "مارشل پلان" ته اړتیا لري.
(last modified 2024-02-16T23:21:46+00:00 )
Feb 17, 2024 03:50 Asia/Kabul
  • د غزې د بیا رغولو لګښت به شل میلیارډ ډالره وي

د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې، کوزول رائټ ټینګار وکړ چې غزه د اسراییلو د څلورو میاشتو بې توپیره بمباریو له امله رامینځته شوي ویجاړتیا د خلاصون لپاره نوي "مارشل پلان" ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د غزې جګړې تر ۲۰ میلیاردو زیات زیانونه اړولي دي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د سوداګرۍ او پراختیا په برخه کې د ملګرو ملتونو د کنفرانس (UNCTAD) رییس ریچارډ کوزول رایټ وویل، که جګړه اوس ودریږی، د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت خبرې کوو.

د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې، کوزول رائټ ټینګار وکړ چې غزه د اسراییلو د څلورو میاشتو بې توپیره بمباریو له امله رامینځته شوي ویجاړتیا د خلاصون لپاره نوي "مارشل پلان" ته اړتیا لري.

 د تسنیم د راپور له مخې، کوزول رائټ-داز زیاته کړې، چې دا اټکل د سټلایټ د انځورونو او نورو معلوماتو پر بنسټ دی او د کره ارقامو لپاره څېړونکو ته اړتیا ده چې غزې ته ننوځي.