اسرائیل رژیم غزې سره د بشري مرستو اجازه نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146724-اسرائیل_رژیم_غزې_سره_د_بشري_مرستو_اجازه_نه_ورکوي
د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر مشر رسنیو ته ویلي چي صهیونیست رژیم غزې ته د بشري مرستو د استولو لپاره د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره مخالفت کړی دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 26, 2024 04:12 Asia/Kabul
  • اسرائیل رژیم غزې سره د بشري مرستو اجازه نه ورکوي

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر مشر رسنیو ته ویلي چي صهیونیست رژیم غزې ته د بشري مرستو د استولو لپاره د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره مخالفت کړی دی.

د الجزیرې له راپور سره، د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر (انروا) کمېشنر فیلیپ لازارینی وویل:  له وروستي ځل څخه چي غزې ته مو خواړه استولي دي، درې ورځې تېري شوي دي، خلګ وژي دي خو اسرائیل رژیم د غزې شمال ته د خوړو د استولو لپاره زمونږ غوښتنو ته منفي ځواب ورکوي.

د ایرنا له راپور سره سم، صهیونیستي رسنۍ ویلي دي چي د اسرائیل د رژیم د جنګ کابینې د غزې شمال ته د هر ډول بشري مرستو په استولو بندیز لګولي دي.

دا په داسي حال کې دی چي په غزې کې د ښځو او ماشومانو په شمول دوه میلیونه انسانان د اسرائیل د رژیم د محاصرې او بریدونو د امله، خوړو او د څښاک اوبو ته لاسرسي نه لري او له سختې لوږې سره مخ دي.