د بخښنې نړیوال سازمان:
اسرائیل رژیم لاهم نسل وژنې ته دوام ورکوي
د بخښنې نړیوال سازمان تېره شپه اعلان وکړ چي صهیونیست رژیم غزې ته د بشري مرستو د رسېدو مخنیوی کوي او د نړیوالې محمکمې په رایې باندې د سترګو په پټولو سره، نسل وژنې ته دوام ورکوي.
د ایرنا له راپور سره سم، د بخښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ چي په غزې کې فلسطینیان له لوږې او نسل وژنې سره، مخ دي خو اسرائیل رژیم غزې ته د بشري مرستو د رسېدو مخنیوی کوي.
دا په داسي حال کې دی چي د هاګ نړیوالې محکمې د یوه حکم په ورکولو سره، له اسرائیل رژیم څخه غوښتې وه چي د نسل وژنې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
خو صهیونیست رژیم د هاګ د نړیوالې محکمې رایې ته غاړه نه ده ایښې او لاهم د فلسطینیانو نسل وژنې ته دوام ورکوي او د غزې په محاصره کولو سره، د هر ډول خوړو او درملو له رسېدو مخنیوی کوي.
په غزې کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چي د صهیونیست رژیم د بریدونو په دوام سره، د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۲۹ زره او ۷۸۲ کسانو څخه اوښتي دي او د زخمیانو شمېر هم ۷۰ زرو تنو ته رسېدلي دي چي اکثره په کښې ښځې او ماشومان دي.