Mar 05, 2024 05:29 Asia/Kabul
  • د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ/ په ۴۸ ساعتونو کې د اوربند اعلانېدو په تمه اوسئ

یوې صهیونیسټي رسنۍ ادعا کړې چې موږ په غزه کې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شاهدان یو او تاسو به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په دې هکله خبرونه واورئ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، ټایمز آف اسرائیل ورځپاڼې په دې اړه په یوه راپور کې ادعا کړې، چې منځګړو د حماس غورځنګ له استازو سره په خبرو کې، ښه پرمختګ کړی او کارونه په غزه کې د اوربند په لور روان دي.

دغې رسنۍ د مصري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا په ګډون مصر او قطر د اسرائیلي رژیم او حماس ترمنځ له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د جګړې د پایته رسولو او د اوربند لپاره خپل فشارونه دوه چنده کړي دي.

د صهیونیسټي رسنیو دغه ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې تل ابیب د خبرواترو د دوام لپاره قاهرې ته هېڅ استازی نه دی استولی او ادعا کوي چې د پاریس د موافقې د عمومي اړخونو په هکله، د حماس وروستی غبرګون د قناعت وړ نه دی.

په دې اړه د صهیونیسټي رژیم یوه چارواکي ادعا کړې چې حماس د اسرائیلي رژیم د زنداني بندیانو د نوملړ برابرولو غوښتنه یې رد کړې ده او د هر اسرائیلي زنداني د خوشي کولو په بدل کې یې د هغو امنیتي بندیانو د شمېر له اعلانولو هم ډډه کړې ده، چې غواړي خوشې کړي.

دغې سرچینې د دغه پرمختګ د لاملونو په اړه نور توضیحات ورنه کړل.

ټیګونه