سنټکام په امریکایي کښتۍ باندې د یمن توغندوي برید تائید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147314-سنټکام_په_امریکایي_کښتۍ_باندې_د_یمن_توغندوي_برید_تائید_کړ
د امریکا د ځواکونو مرکزي قومندانۍ سنټکام اعلان وکړ چي په سره سمندر کې په یوې امریکایي کښتۍ باندې د یمن د فوځ په توغندوي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.
(last modified 2024-03-07T23:30:03+00:00 )
Mar 08, 2024 03:58 Asia/Kabul
  • سنټکام په امریکایي کښتۍ باندې د یمن توغندوي برید تائید کړ

د امریکا د ځواکونو مرکزي قومندانۍ سنټکام اعلان وکړ چي په سره سمندر کې په یوې امریکایي کښتۍ باندې د یمن د فوځ په توغندوي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

د تسنیم له راپور سره سم، د امریکا د ځواکونو مرکزي قومندانۍ اعلان وکړ چی د «ترو کانفیدنس True Confidence» په نامه امریکایي باري کښتۍ د یمن د فوځ له خوا په توغندیو ویشتل شوې ده.

همداشان په دغه برید کې کښتۍ ته سخت زیانونه اوښتي دي.

امریکایي چارواکي سي ان ان ته ویلي دي چي دغه امریکایي کښتۍ د باربادوس په بیرغ سره سفر کړي وه.

د یمن فوځ د یو اعلامیې په خپرولو سره، په امریکایي کښتۍ باندې د برید مسئولیت په غاړه واخیسته.