د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټی رژیم جنایتونه دوام لری
له دې مخکې هم صهیونیسټی پوځیانو څو ځله په غزې تړانګې کښې د هغو فلسطینیانو په کتارونو ډزې کړې وې چې د دغو مرستو د ترلاسه کولو په انتظار کښې وو.
د لبنان د المیادین شبکې د راپور له مخې د صهیونیسټ رژیم پوځیانود غزې تړانګې په الکویت میدان کښې د بشردوستانه مرستو د ترلاسه کولو په انتظار کښې د فلسطینیانو په کتارونو ډزې وکړې چې له امله یې دوه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.
له دې مخکې هم صهیونیسټی پوځیانو څو ځله په غزې تړانګې کښې د هغو فلسطینیانو په کتارونو ډزې کړې وې چې د دغو مرستو د ترلاسه کولو په انتظار کښې وو.
د غزې د تړانګې په مظلومو اوسیدونکو د صهیونیسټي پوځیانو دغه وحشیانه حملې د نړیوالو د چوپتیا په وړاندې عادي شوي دي.
څو ورځې مخکې الجزیرې خبر ورکړ چې صهیونیسټي پوځیانو په هغو فلسطینیانو ډزې وکړې چې غوښتل یې د غزې په مرکز کښې د بشردوستانه مرستو بار وړونکو لاریو ته ورشي .
له بلې خوا دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار د غزې تړانګې په جنوب کښې د روغتون په شاوخوا سیمو حملې وکړې .
د صهیونیسټی پوځیانو جنګی الوتکو د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح ښار کښې د استوګنې دوه کورونه ویجاړ کړل.
د الجزیرې خبریال هم په یوه راپور کښې اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په مرکز دیر البلاح کښې د استوګنې په کورونو د بمبارۍ په ترڅ کښې یو زیات شمیر فلسطینی ماشومان ژوبل شول.
د غزې د روغتیا وزارت په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په الشفاء طبي کمپلکس کې د دریو ماشومانو په شهادت سره د اوبو د کمښت او خوارځواکۍ له امله د مړو شمیر ۲۳ تنو ته رسیدلی دی.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې پر غزې د صهیونیسټي پوځیانو په بریدونو کې څه باندې ۳۱ زره فلسطینیان شهیدان او څه باندې ۷۲ زره نور ټپیان شوي دي.