د نتانیاهو په ضد مظاهرې تاوتریخجنې شوې
په نیواکي فلسطین کې د نتانیاهو په ضد مظاهرې تاوتریخجنې شوي او د صهیونیست رژیم پولیسو په لاریونکوونکو برید کړي دي.
د سما فلسطین د خبري اژانس له راپور سره سم، په نیواکي فلسطین تل ابیب کې لاریون کوونکو د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو په ضد د شعارونو په ورکولو سره، د کابینې د منحل کېدو او له وخت مخکې د ټاکنو د تر سره کېدو په ضرورت ټینګار کول.
هغوی همدارنګه د صهیونیستي اسیرانو د خوشي کېدو لپاره د حماس له غورځنګ سره د سمدستي هوکړې غوښتونکي شوي وه چي د اسرائیل د رژیم د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
د اسرائیل د رژیم پولیسو مظاهره کوونکې ډبولي او ۱۱ تنه یې نیولي هم دي.
د تل ابیب نه ماسېوا تېره شپه په نورو صهیونیست ښارګوټو کې هم د نتانیاهو او د هغې د کابینې په ضد لاریونونه شوي دي.
هاآرتص ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې هم ویلي چي په غزې کې د جنګ دوام د اسرائیل د پاشلتیا د خطرې او له واشنګټن سره د اختلاف د رامینځ ته کېدو لامل شوی دی.