اسرائيلو په دې ډول سلمه شهيده کړه
زما کورنۍ د استوګنې له سیمې په تیښته وه، زما د سترګو په وړاندې د سلما په مرۍ ولګیده. هغه له درده چیغې وهلې خو منډه ته یې دوام ورکړ ، ما هم د هغې په لور منډه کړه چې غیږ کې یې ونیسم او موټر ته یې بوځم ، په داسې حال کې چې زما میرمن او ماشومان عمر او سارا هماغه راز په منډه روان وو.
دپارس ټو ډې له راپور سره سم "سلما جابر" څلور کلنه فلسطیني ماشومه له هغو زرګونو ماشومانو ده چې په غزې د صهیونیسټي رژیم د تیریو په نوي پړاو کښې په شهادت رسیدلې ده.
د سلما پلار وویل:
د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر میاشت کې «سلمه» د غزې له ښاره د تیښتې په هڅه کې وه چې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله په مرۍ ټپي او په غیږ کې یې شهیده شوه.
حسین جابر د خپلې لور د شهادت په سپړلو کې داسې وویل:
زما کورنۍ د استوګنې له سیمې په تیښته وه، زما د سترګو په وړاندې د سلما په مرۍ ولګیده. هغه له درده چیغې وهلې خو منډه ته یې دوام ورکړ ، ما هم د هغې په لور منډه کړه چې غیږ کې یې ونیسم او موټر ته یې بوځم ، په داسې حال کې چې زما میرمن او ماشومان عمر او سارا هماغه راز په منډه روان وو.
حسین جابر د دې خبرې په کولو سره چې سلمه هر چېرته چی تله نو هلته به یی خوشحالی وړله راغله، زیاته کړه زما درې کلن زوی "عمر" اوس هم پوښتنه کوي چې سلمه چېرته ده؟
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" ویاند "جیمز ایلډر" وویل چې په غزه کې له جګړې، لوږې او خوارځواکۍ تر ټولو زیات ماشومان زیانمن دي، وویل: په غزه کې د غمیزو د بیانولو لپاره مناسب ټکي نشته.
اسرائیلي رژیم د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د لویدیځو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف پراخ قتل عام پیل کړی دی.
د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه ۳۱ زره فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه ۷۲ زره ژوبل شوی دی .